اسلام آباد۔30 اکتوبر(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير نور الحق قادري وئيلي دي چې د رسالت سپكاوي پېښو مخنيوي له بايد نړيوال قانون جوړ كړے شي۔ د وزيراعظم په هدايت به دې لړ كښې شېخ الازهر سره خبره كولې شي۔ د پاکستان بچ كولو له د پاك پوځ قربانۍ زمونږ په سر سترګو دي۔ قام به پوځ ته د بد رد ويونكو بيانه د هغوي په مخ وولي۔ د جمعې په ورځ د رحمت للعالمين كنفرنس اختتامي ناستې ته خپل خطاب كښې هغه د صدر ډاكټر عارف علوي او وزيراعظم عمران خان په شمول د ټولو ګډون كوؤنكو مننه كولو سره ووئيل دا د رحمت للعالمين محفل دے څوك هم چې دلته راغلې دي ډكه جولۍ سره به بېرته ځي۔ هغه د پاكستان په شمول د ګردې نړۍ مسلمانانو ته د حضور نبي اكرم (ص) د زېږون كليزې مباركي وركولو سره ووئيل د هغوي د ولادت مبارك 1492 قمری كالونه شوي دي۔ زمونږ تعلق هغوي سره بحال دے۔ د هغوي راتلو سره د كفر او جهالت تيرې ختمې شوې۔ هغه وزيراعظم مخاطب كولو سره ووئيل تا نه وړاندې چا د ګرين اېنډ كلين پاكستان خبره كړې نه ده۔ هغه ووئيل نن سيائنسدانان د موسم د تباه كاريانو خبره كوي۔ د موسمونو شدت د لاسه خلق بې كوره كېږي۔ په سيرت طبيه كښی به ددې حل لټول وي۔ د اوبو د كمي خبره كېږي پېغمبر علېه السلام د اوبو كارولو كښې د اسراف نه د ځان ساتلو وئيلي دي چې د درياب په غاړه هم د اوبو د ضائع كول اجازه نشته۔ پېغمبر علېه السلام په جنګ كښې هم اونو ته د زيان نه رسولو فرمائيلي دي۔ هغه ووئيل اونه لګول صدقه ده۔ هغه ووئيل د ګستاخانه خاكو په دفاع كښې د فرانس صدر خبره كولو سره د مسلمانانو زړه ازار كړے دے۔ نور الحق قادري ووئيل ماته په دې وياړ دے چې ګرده نړۍ كښې د كورونا صورتحال په مهال يوازې پاكستان كښې جوماتونه پرانستې وساتلې شول۔ د نړۍ هڅو سره هم پاكستان كښې د مذهبونو ترميځھ همغږي په ځائې ده۔ تر راروانې جمعې مونږ په سركاري كچه د عشق رسول اونۍ لمانځؤ۔ په دې لړ كښې علماﺀ كرام بايد خپل كردار ترسره كړي۔ هغه ووئيل وزيراعظم د نړۍ حكومتي مشرانو ته خطونه ليكلي دي