د تيرو 24 ساعتونو په مهال كورونا وائرس 1167 كیسز رپورټ شوې،14 مړو رپورټ ،27 زره 984 ټیسټونه شوې،نېشنل كمانډ اینډ آپریشن سنټر

image

اسلام آباد 03 نومبر (اے پی پی) نېشنل كمانډ اینډآپریشن سنټر (این سی او سی) كورونا وائرس په اړه تازه شميرې جاري كړې دي۔د نهې په ورځ این سی او سی لخوا جاري شوې شميرې له مخې تيرو 24 ساعتونو په مهال1 زره 167 كسانو كووډ۔19ټیسټ مثبت راغلې او 14 كسانو په دې مهال مړه شوې دي چې پكښې 12 كسان په روغتونونو كښې او 2 رنځوران په كورونو كښې قرنطینه په مهال مړه شوې دي۔تيرو 24ساعتونو په مهال كورونا 27 زره 984 ټیسټونه شوي چې پكښې سندھ كښې 9 زره 784, پنجاب كښې 9 زره 30, خېبرپښتونخوا كښې 3 زره 665, اسلام آباد كښې 4 زره 59, بلوچستان كښې 597,ګلګت بلتستان كښې 405، آزاد كشمیر كښې 444 ټیسټونه شوي۔ تر اوسه ټول هېواد كښې كووډ۔19 له امله ښه شوې كسانو شميره 3 لكهه 15 زره 446 ته رسيدلې۔آزاد كشمیر او بلوچستان كښې كووډ۔19 كوم هم رنځور دا مهال په وینټیلیټرز نشته دغسې ټول هېواد كښې كووډ۔19 لپاره بيل كړې شوي يو زر 884 وینټیلیټرز د كورونا 129 رنځوران دي۔ ټول هېواد كښې كووډ۔19 ایكټو كيسونو شميره 13 زره 965 ده۔ ټول هېواد كښې كورونا وائرس له امله ځپليو كسانو شميره 3 لكهه 36 زره 260 ده چې پكښې آزاد كشمیر كښې 4 زره 330, بلوچستان كښې 15 زره 977, ګلګت بلتستان كښې 4 زره 293، اسلام آباد كښې 20 زره 243, خېبر پښتونخوا كښې 39 زره 749، پنجاب كښې 1 لكهه 4 زره 894 او سندھ كښې 1 لكهه 46 زره 774 رنځوران دي۔ ټول هېواد كښې كووډ۔19 له امله د مړو شميره 6 زره 849 ته رسيدلې۔ټول هېواد كښې كووډ۔19 درملنې لپاره بيل شوې 735 روغتونونو كښې 911 رنځوران بستر دي

مضمون کا ماخذ : سانتا کی جنگلی سواری۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں