اسلام آباد۔14نومبر(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان د كفالت پروګرام نه د استفاده كوؤنكو غړو شمېرې زياتولو منظوري وركړې ده۔ وزیر اعظم دا شمېره 46 لكه نه زياتولو سره د دې تر 70 لكه رسولو منظوري وركړې ده۔ دا پرېكړه د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د احساس كفالت پروګرام تيارۍ حوالې سره يوه غونډه كښې وكړې شوه۔ غونډه كښې د خزانې صلاحكار ډاكټر عبد الحفيظ شېخ (د وېډيو لنك د لارې), خصوصي مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر او نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ د وزيراعظم سېكرټرېټ ميډيا ونګ لخوا د جاري كړې شوي تفصيلاتو له مخې خصوصي مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتره غونډې ته د كورونا وبا د لاسه د ټولنې بې وزله طبقو زيات شويو ستونزو په اړه ووئيل ګرده نړۍ كښې وباﺀ ته پام كولو سره د اولس خېر ښېګړې پېكج وركولې شي۔ وزيراعظم غونډې ته خطاب كښې ووئيل دا مهال د حكومت پام معاشي پياوړتيا پلو دے۔ هغه ووئيل د كورونا وبا دلاسه د رامخې ته شويو حالاتو زيات بوج په غريب پرېوزي ځكه ضرورت ددې خبرې دې چې د كفالت پروګرام دائره پراخا كړې شي۔ وزيراعظم احساس كفالت پروګرام ته د زر تر زره حتمي شكل وركولو منظوري وركړه