اسلام آباد۔15نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز د ګلګت بلتستان اولس ته د ټاكنو عمل په سولييز ډول ترسره كېدو مباركي وركولو سره وئيلي دي چې ميډيا او د ګلګت بلتستان غېرتي اولس د اپوزيشن د ټګۍ بيانيه له مينځھ يوړله۔ د اتوار په ورځ د ټاكنو عمل په ترسره كېدو خپل يو ټويټ كښې وفاقي وزير شبلي فراز ووئيل د ټاكنو عمل كښې مشرانو او د مېرمنو په شمول عامو وګړو ګډون او د ټاكنو سپېځلتيا ميډيا د خپلو كېمرو د لارې ښودلې ده۔ سېنېټر شبلي فراز ووئيل ميډيا او د ګلګت بلتستان غېرتي اولس د اپوزيشن د ټګۍ بيانيه له مينځھ يوړله۔