ګرده نړۍ كښې د عدم برداشت زيات شوي رجحان برعكس پاكستان كښې د اقليتونو د حقونو تحفظ او په ټولنه كښې رواداري وده مومي۔ د شاہ محمود قریشی مذاكرې ته وېنا

image

اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) خارجه وزیر مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي چې ګرده نړۍ كښې د عدم برداشت زيات شوي رجحان برعكس پاكستان كښې د اقليتونو د حقونو تحفظ او په ټولنه كښې رواداري وده مومي٬ د پاكستان په آئین كښې اقلیتونو ته برابر حقونه ترلاسه دي٬ د كرتار پور راهداري پرانستل د همغږۍ او شريك سوله ايز سباٶن لپاره د پاكستاني عزم عكاسي ده۔ دا خبرې ده د نهې په ورځ د برداشت نړيوالې ورځ په لړ كښې په خارجه وزارت كښې په ” موجوده دور كښې د روادارۍ اهميت” په سرخط مذاكرې ته خپلې وېنا كښې وكړې ۔ خارجه وزیر ووئيل په يو داسې وخت كښې چې په نړيواله كچه د عدم روادارۍ رجحان كښې اضافه كېږي٬ د پاكستان په پارلمان كښې عيسائيانو٬ هندوانو٬ سكهانو او نورو اقليتي نمائندګۍ په نړيواله كچه روادارۍ ته وده وركولو نه علاوه پاكستان كښې د مذهبونو ترمېنځه همغږۍ او د شريك سباٶن پېغام وركړې دې۔ ده ووئيل د بنيادي انساني حقونو نه د سرغړونې په سبب مسئلې زياتېږي٬ وخت سره سره جمهوري اقدار قوي كېږي٬ تحمل او د زغم ودې لپاره معاشرتي همغږي ضروري ده۔ خارجه وزیر ووئيل د كرونا وبائي رنځ په موجوده صورتحال كښې خلق ګرده نړۍ كښې ځان غېر محفوظ محسوسوي٬ په داسې وخت كښې رواداري او صبر و د تحمل دوه زياته ضروري وه۔ خارجه وزیر د ګاٶنډي هېواد د صورتحال حواله وركولو سره ووئيل هلته عدم رواداري او انتها خوښي بام ته رسېدلې ده او او د نوې امتيازي قوانينو د لارې د اقليتونو په حقونو ډاكه اچولې كېږي۔

مضمون کا ماخذ : loteria de Minas Gerais
متعلقہ مضامین
مزید خبریں