اپوزيشن د غېر ذمه وارې ثبوت وركول غواړي، د دوي لخوا د غونډې كولو په ضد پاتې كېدل د دوي د غېر جمهوري سوچ او غېر ذمه وارانه رويې عكاسي كوي. سېنېټر شبلي فراز

image

اسلام آباد 21 نومبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي چې اپوزيشن د غېر ذمه وارې ثبوت وركول غواړي، د دوي لخوا د غونډې كولو په ضد پاتې كېدل د دوي د غېر جمهوري سوچ او غېر ذمه وارانه رويې عكاسي كوي. د خالي په ورځ په ټويټر په خپل ټويټ كښې وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل چې د عدالتي او حكومتي احكاماتو نه پس غونډې كول كوم قانوني او اخلاقي جواز نه لري. ده ووئيل چې ذاتي ګټو لپاره د اولس روغتيا او ژوند سره لوبې كول تر ټولو لويه خود غرضي ده. په خېبر پښتونخوا د كېسونو زياتېدو په صورت كښې به د اپوزيشن په مشرانو او د غونډو په انتظام كوونكو اېف آئي آر درج كولې شي.

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا کے نتیجے میں پچھلے حصے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں