د سیلګرۍ ودې لپاره به په آسانو شرطونو قرض وركولے شي، د هائیډرو الیكټرك سره به خاص اقتصادی زون جوړولے شي، وزیراعظم عمران خان

image
APP48-021220 GILGIT: December 02 - Prime Minister Imran Khan addressing after the oath taking ceremony of Gilgit-Baltistan Cabinet. APP

ګلګت 02 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د پی ډی اېم لارښود د خپلې غلا بچ كولو لپاره جلسې كوي، هغوي د غلا روپۍ بچ كولو لپاره كله زندان ته ځي او كله بهر هېوادونو ته تښتي، د هغوي بچي هم په دروغو د پاسه دروغ وائي،اولسي نمائندګان دې د روپو په ځاے د اولس خذمت ته پام لرنه وكړي ٬ د ګلګت بلتستان د اولس ژوند بدلولو له هڅې وكړئ او خپل ټول صلاحیتونه پكار راولئ او د ګورننس يو اعلیٰ معیار رامخې ته كړئ، د صحت كارډ او احساس پروګرام د كار دائره به تر ګلګت بلتستان پراخه كولې شي، د سيلګرۍ ودې له به په آسانو شرطونو قرض وركولے شي، هائیډرو الیكټرك سره به خاص اقتصادی زون جوړولے شي۔د دې خیالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ ګلګت بلتستان نوې ټاكلې كابینې د سوګند پورته كولو دستورې ته وينا كښې وكړه۔ وزیراعظم عمران خان د ګلګت بلتستان كابینې او وزیراعلیٰ له په ټاكلې كيدو مباركي وركړه او هيله ئې څرګنده كړه چې ګلګت بلتستان كښې به داسې حكومت وي كوم به چې يو معیار جوړ ولري او يو نوے روايت به جوړ كړي او د ګورننس يو داسې نظام به جوړ كړي چې ورسره به د ګلګت بلتستان د اولس ژوند بدل شي۔ده ووئيل ما د ګلګت بلتستان سيمه كتلې ده او دې څخه خبر يم، د هغه وخت نه دلته راځم كله چې د هائی وے هم نه ؤه ۔ زه د دې سيمې د ستونزو او پوټينشنل څخه خبر يم۔ ده ووئېل زمونږ حكومت به ګلګت بلتستان په يو داسې پلو روان كړي چې ورسره به د اولس ژوند بدل شي۔ ده ووئيل د ګلګت د اولس د محرومۍ احساس لري كولو لپاره به صوبائی سټیټس وركوو ځكه چې د دې ځاے ځوانانو او اولس دا احساس لرلؤ چې هغه برابر شهري نه دي ځكه مونږ نوې سیټ اپ جوړ كړو۔وزيراعظم ووئېل دې لپاره به يوه كمېټي جوړولې شي كومه به چې د صوبې حیثیت په اړه كار كوي۔ده ووئيل كامیاب سسټم هغه وي چې پكښې اولس خپلې پريكړې پخپله د كولو اختيار لري او خپلې منصوبې جوړې كړي۔ وزیراعظم ووئيل مونږ د مدينې د رياست خبره كوو چې پكښې به كمزورې طبقې ته پام لرنه كيږي۔ دې مقصد لپاره مونږ د پاكستان تاریخ كښې د غريبۍ ختمولو له تر ټولو لوئې احساس پروګرام پيل كړے۔ده ووئېل ګلګت بلتستان اولس لپاره به انصاف صحت كارډ معارفې كوو او د صحت كارډ د لارې به تر 10 لكهه ويړيا د درملنۍ اسانۍ وګړي ولري ځكه چې د ناروغۍ په صورت كښې غریبانان قرض دارې كيږي او د درملنې استطاعت نه لري۔ صحت كارډ جاري كولو نه پس به د ګلګت بلتستان وګړي په كوم هم روغتون كښې ويړيا درملنه كولې شي۔ وزیر اعظم عمران خان ووئيل ګلګت بلتستان كښې د سيلګرۍ ښه موقعې شته ۔ د كورونا په وجه د سيلګرۍ څانګه ځپلې شوي۔ د سیلګرۍ ودې لپاره به په اسانو شرطونو قرض وركولے شي او وګړي به د خپلو كورونو نه ګيسټ هاؤس جوړولے شي۔دې سره به سيلګرۍ ته وده ترلاسه شي او آمدن به هم زيات شي۔ وزیراعظم ووئيل سكی انګ ودې لپاره به سیلګري زياتولې شي۔ ګلګت بلتستان كښې د سكی انګ زيات سكوپ دے۔دلته به سكی انګ لپاره اسانۍ وركولې شي او دې سره به د بهر هېوادونو څخه هم سيل لپاره وګړي دلته راځي۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل سكردو كښې به د 250 كټونو روغتون جوړولے شي۔ دغه به بيا نور هم اپ ګریډ كېږي۔ ګلګت بلتستان كښې هائیدرو الیكټرك سره به خاص اقتصادی زون جوړولے شي۔د اوبو څخه برېښنا پيدا كولو 6 لوئې سټیشنې به لګولې شي۔دې نه ځانله د خېبر پښتونخوا غوندې مائیكرو هائیډل سټیشن به هم جوړولے شي او د سولر توان آسانۍ به وركولې شي ۔ وزیراعظم ووئيل تحریك انصاف دا ویژن لري چې لاندې طبقه پورته كړي۔ مدینې ریاست په اصولو عمل كولو سره د غریبې طبقې ژوند كښې ښه والې راوستل زمونږ مشن دے۔ ده ووئېل د محدودو وسائلو باوجود رسول (ص) د غربیانانو ډاډګيرنه كړي ځكه چې د انسانیت په مرسته لوي څښتن راضي كيږي۔ده ووئيل د لیډر شپ خصوصیات له صادق او آمین ضروري وي۔ حضور نبی كریم(ص) نه پس قائد اعظم محمد علی خپل لیډر منم ځكه چې هغه هم صادق او امین ؤ۔ قائداعظم به په انګریزۍ كښې تقریر كولو په كوم به چې وګړي نه پوهيدل خو دومره به ئې باور لرلو چې كومه هم خبره كوي هغه رښتيا ده۔ وزیراعظم د ګلګت بلتستان كابینې غړو ته تاكید وكړو چې صادق او امین جوړ شئ او د اولسي ښېګړې لپاره خپل صلاحتیونه او هڅې وكاروئ۔ وزیراعظم ووئيل پخوانو حكمرانانو به د نیب مشر د خپلې خوښې راوستلو او د هغوي غلا د پاناما لیكس په صورت رامخې ته شوې ۔د روپو غلا لپاره به ئې په درغو د پاسه دروغ ووئيل۔ زرداری او شریفه كورنۍ د 40 كالو نه پيژنم۔ د غلا روپۍ بچ كولو لپاره كله زندان او كله بهر هېوادونو ته تښتي۔ده ووئېل د پی ډی اېم لارښود د خپلو غلاګانو بچ كولو لپاره جلسې كوي او هيڅ پرواه نه لري چې د هغوي جلسو څخه به كورونا وائرس وباﺀ خپره شي او د مرګ شرح به زياته شي۔ ده ووئيل تيره ورځ د خزانې پخواني وزير اسحاق ډار په يوه هارډ ټاك مركه كښې د ذهنی دباؤ په وجه د هغه شكل د كتلو ؤ او د ټولې نړې په وړاندې ئې دروغ ووئيل۔ وزیراعظم ووئيل كه مونږ د اولس خذمت وكړو نو لوي څښتن به هم راضي شي او د اولس دعاګانې به هم واخلو۔د اولس خذمت كولو سره چې كومه خوشحالي ترلاسه كيږي هغه په روپو نه ترلاسه كيږي۔ ده ووئېل زه باور دركوم جې وفاق به د ګلګت بلتستان سره ولاړ وي او په زړه پورې مرسته به كوي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں