صدر ډاکټر عارف علوی د کورونا وائرس وړومبنۍ چپې په مهال د لاك ډاؤن په وجه صدارتې سیکرټریټ كښې په وخت پټیشنز او اپیلونه دائر کولو څخه محرومه پاتې شوو له د موقعې وركولو پريكړه

image

اسلام آباد 10 دسمبر (اے پی پی) صدر ډاکټر عارف علوی د کورونا وائرس وړومبنۍ چپې په مهال د لاك ډاؤن په وجه صدارتې سیکرټریټ كښې په وخت پټیشنز او اپیلیونه دائر کولو څخه محرومه پاتې شوو درخواست كوونكو له د موقعې وركولو پريكړه كړې۔ اوس به د 30 جولائی 2020 لاك ډاؤن ختميدو نه پس په 15 ورځو كښې په دائر شوو تاخیری اپیلونو هم غور كولے شي۔دا آسانۍ د هغه خواست كوونكو لپاره دي كومو چې د 20 مارچ نه تر 30 جولائی 2020 په مهال خپل پټیشنز او اپیلونه جمع کول خو د کورونا وائرس وباﺀ ترمخه وفاقی او صوبائی حکومتونو د اړخه مکمل یا جزوی لاك ډاؤن په وجه ونه كړے شول۔ صدر دا پريكړه د حکومتې پالیسۍ او د سپریم کورټ آف پاکستان د اړخه د جاري نوټیفکیشن په رڼا كښې كړې چې مقصد ئې د لاك ډاؤن ترمخه قانونی چارہ جوئی كښې آسانۍ وركول دي ځكه چې د عدالت انسټیټیوشن برانچ لمیټیشن ایکټ 1908 ترمخه مقدمو لپاره بند ؤ۔ دا ایکټ د دې معاملې په اړه ټائم فریم وركوي۔ صدر په دې اړه زور راوړے چې د لاك ډاؤن په مهال محدود تګ راتګ او د ټرانسپورټ کمی له امله د مشکلاتو ترمخه صدارتی سیکرټریټ كښې اپیلونو دائر کولو معامله هم داسې لمیټیشن ایکټ اطلاق ته اړتيا لري ۔ لمیټیشن ایکټ ترمخه د ډلو آسانيو لپاره صدر د تاخیر ښکار داسې اپیلونو او درخواستونو باندې غور کولو له د مودې زياتولو منظوری وركړې كوم چې د 15 اګست یعنی لاك ډاؤن ختميدو نه پس 15 ورځو كښې دائر کړے شوي وؤ

مضمون کا ماخذ : apostas quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں