وزیراعظم عمران خان د پښتونخواه هاؤسنګ اتھارټی د سيورې لاندې جلوزئی هاوسنګ اسکیم پرانسته وكړه

image
APP54-161220 NOWSHERA: December 16 - Prime Minister Imran Khan inaugurates Jalozai Housing Scheme. APP

پېښور 16دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د پښتونخوا هاؤسنګ اتھارټی د سيورې لاندې د جلوزئۍ هاؤسنګ اسکیم پرانسته كړې ۔ وزیراعظم ووئيل دې سره به هاؤسنګ انډسټری پرمختګ وكړي او اولس ته به د روزګار موقعې هم ترلاسه شي ۔ تفصیلات له مخې وزیراعظم عمران خان د شورو په ورځ په لنډه دوره د چورلكې د لارې نوښار ته لاړو٬ هغه سره په دې مهال وزیراعلیٰ محمود خان ،ګورنر شاه فرمان هم موجود وؤ۔ جلوزئی ته په رسيدو د دفاع وزير پرویز خان خټك ،صوبائی وزیر ډاکټر امجد علی خان ،چیف سیکرټری ډاکټر کاظم نیاز ،ائی جی ډاکټر ثنا الله عباسی ، ایډیشنل چیف سیکرټری شکیل قادر ،ډی آئی جی مردان رینج شیراکبر خان،ډپټی کمشنر نوښار میر رضا اوزګن،ډی پی او نوښار نجم الحسنین ،ډی جی هاؤسنګ محمد عمران وزیر جلوزئی ته په رارسيدو د وزیر اعظم عمران خان هركلے وكړو ۔ وزیراعظم عمران خان په باقاعده توګه د جلوزئی هاسنګ اسکیم پرانسته وكړه ۔ په دې موقع وزیراعظم عمران ووئيل هڅې كوو چې به زرعي زمكو هاؤسنګ اسکیمونه جوړ نه شي ٬ په للمو زمكو او غیر ابادو زمكو هاسنګ اسکیمونه جوړ كړې شي۔ده د جلوزئی په هاسنګ اسکیم پرمختيائي كارونو زر تر زره بشپړولو وزیر اعلی محمود خان او صوبائی هاوسنګ محكمې ته پيرزوئنې وړاندې كړي ۔ وزیراعظم عمران خان سپارښتنه وكړه چې بې كوره كسانو له چھت وركولو لپاره په کم لګښت دې كورونه وركړې شي او د بېنكونو د لارې دې بې كوره كسانو له په اسانو قسطونو قرض وركړې شي ۔ ده ووئيل دې سره به هاسنګ انډسټری پرمختګ وكړي او اولس ته به د روزګار موقع هم ترلاسه شي ٬ دې څخه وړاندې ایډیشنل چیف سیکرټری شکیل قادر وزیر اعظم عمران خان له د جلوزئی هاؤسنګ اسکیم په اړه تفصیلی بریفنګ وركړو ۔ ده ووئيل هاوسنګ اتھارټی د سيورې لاندې نوښار جلوزئی سيمه كښې 8 زره 905 کناله زمكه ترلاسه كړې شوې او په دې به 8 زره 6 سوه 34 پلاټونه جوړولې شي ۔ شکیل قادر ووئيل جلوزئی هاوسنګ اسکیم كښې پرمختيائي كار 100 فیصده بشپړ شوے ۔ دې نه پس وزیراعظم عمران د چورلكې د لارې د دفاع وزیر پرویز خان خټك سره اسلام اباد ته لاړو او ګورنر شاه فرمان ،او نور اعلی چارواكي پېښور ته لاړل

مضمون کا ماخذ : را کی کتاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں