اسلام آباد 12 جنوری (اے پی پی) د نېشنل کمانډ اینډ آپریشن سینټر مشر او د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ٬ اصلاحات او خصوصی اقدامات وفاقی وزیر اسد عمر وئيلي دي د کورونا وائرس دريمې چپې څخه د بچ كيدو به په هر صورت هڅې كولې شي، ویکسین راتللو كښې به وخت لګي او تر هغه وخت د هر يو كس ذمه واري ده چې احتياط وكړي۔ د نهې په ورځ ميډيا ته بريفنګ كښې ده ووئيل د سمارټ لاك ډاؤن په مهال صنعت او تعمیرات څانګه پرانستلې شوې ،د بشپړ لاك ډاؤن په ځائې اسمارټ لاك ډاؤن پالیسی خپله كړې شوې۔ده ووئيل وزیراعظم د کورونا وائرس وبا له امله لاك ډاون څخه ځپلے شوو بےروزګاره كسانو ته پام لرنه كړې، کورونا وائرس وبا پرمختللي هېوادونه هم ځپلي، د وبا په مهال د پاکستان پالیسۍ په نړيواله كچه ستائلې شوي،ځينې هېوادونو كښې د سخت لاك ډاؤن په مهال معاشی ستونزي زياتي شوې۔ده ووئيل د کورونا وائرس وبا په مهال د پاکستان پالیسۍ ستائلې شوي،ملګرو ملتونو ، بل ګیټس او نورو نړيوالو ادارو د پاکستان ستائنه كړې ، كه په وخت پريكړې نه وې شوې نو د زيات زيان اندېښنه وه۔اسد عمر ووئيل د کورونا وائرس وبا په مهال هر يو كس مشکل سره مخ شوے، پاکستان كښې 5 نيم كروړه وګړي په معاوضه كار كوي، د وبا له امله د 2 کروړه كسانو روزګار ځپلے شوے، 10 فیصده كورنۍ ځينې وخت وږې پاتې شي، 30 فیصده كورنۍ د خوراك د عدم تحفظ ښکار شوي، د معاشی بدحالۍ له امله 54 فیصده كسان د خوراك څښاك څيزونو اخستلو نه محروم شوي۔ده ووئېل 50 فیصده وګړي آرزان څيزونه اخلي يا خوراك څښاك ئې كم كړے، 47فیصده كسانو وئيلي دي چې خپلې جمع كړې روپۍ پكار راولو ، 30 فیصده كسان د ملګرو او خپلوانو څخه په قرض اخستو ګزاره كوي۔ده ووئيل د وبا په دويمه چپه كښې ځينې هېوادونو كښې د مرګ شرح زياته وه، برتانیه،امریکا كښې چې د کورونا له امله څومره كسان په 2021 كښې مړه شوي دومره په 2020 كښې نه وؤ مړه شوي، پاکستان د بشپړ لاك ډاؤن په ځاے د اسمارټ لاك ډاؤن پالیسی خپله كړې، د دسمبر وړومبۍ اوونۍ نه پس د وبا خپريدل كم شوي۔وفاقي وزير اسد عمر ووئيل حکومت د کورونا ویکسین ترلاسه كولو له په تندۍ سره پريكړې كوي، د چین کمپنۍ سره خبرې روانې دي،ډير زر به خبر دركړو۔ده ووئېل ځينې هېوادونه د کورونا دريمې چپې سره هم مخ شوي، وګړو ته اپيل كوو چې د وبا په مهال احتیاط وكړي