سكهر 30 جنوری (اے پی پی) د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود وئېلي دي چې سندھ زمونږ خپله صوبه ده٬د وزيراعظم د وېنا مقصد دا وو چې په سندھ كښې زمونږ حكومت نه دے٬سندھ د پاكستان برخه ده٬مونږ سندھ سره مينه او محبت لرو٬ د فرورۍ د وړومبۍ نېټې نه د پرائمري٬مډل او د پوهنتونونو كلاسونه پېل كېږي٬دې سره سره به مونږ د صورتحال جاج هم اخلو اوس د تعليمي ادارو پرانستلو وخت راغلې۔ده دا خبرې په سكهر كښې د تاريخي او قديم ورثه مير معصوم شاه مينار د دورې پھ موقع مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړې۔وفاقي وزير د كراچۍ٬ټهټه٬حېدرآباد٬راني كوټ٬ او خېرپور دوره ترسره كولو نه پس په دوه ورځنۍ دوره سكهر ته راررسېدلې۔د تعليم وزير ووئيل چې هغه به په سندھ كښې د هندو ټولنې د تاريخي مندر سادهوبېلا او ستين جوتهان دوره هم كوي۔ده ووئيل د سندھ پھ درې ورځنۍ دوره راغلے يم٬د سندھ تاريخ او ورثه د كتلو وړ ده۔ده ووئيل چې په پاكستان كښې كرپشن تل په عروج كښې پاتې شوې٬د دې وجه د ليډرانو ذاتي ګټې او لوټ كول دي۔اوس پھ هېواد ګښې داسې وزيراعظم راغلې چې څوك هغه ته ګوته نه شي نيولې٬اوس د لوټ كولو دور ختم شوې خو احتساب لا هم پاتې دې