په هېواد كښې د كورونا وائرس د مثبت كېسونو تناسب 6.07 فيصد دے، تر ټولو زيات تناسب په كراچې كښې 12.45 فيصد دے. نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر

image

اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) په هېواد كښې د كورونا وائرس د مثبت كېسونو تناسب 6.07 فيصد دے، تر ټولو زيات تناسب په كراچې كښې 12.45 فيصد دے. د دې نه پس په كراچې كښې 10.96 فيصد او په اېبټ آباد كښې 7.81 فيصد دے. د زيارت په ورځ د نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر ﴿اېن سي او سي﴾ لخوا جاري شوو شمېرو له مخې په هېواد كښې د كورونا د 2 زره 361 رنځورانو حالت اندېښمن دے او د داسې رنځورانو شمېره مخ په زياتېدو ده. د اېن سي او سي له مخې په آزاد جمو كشمير كښې د كورونا د مثبت كېسونو تناسب 6.17 فيصد، په بلوچستان كښې 5.64 فيصد، په ګلګت بلتستان كښې 1.54 فيصد، په اسلام آباد كښې 5.08 فيصد، په خېبر پښتونخوا كښې 8.40 فيصد، په پنجاب كښې 4.49 فيصد او په سندھ كښې 7.8 فيصد دے. په ښارونو كښې د پنجاب په لاهور ښار كښې دا تناسب 7.29 فيصد، په پېنډې كښې 6.40 فيصد، د سندھ په كراچې كښې 12.45 فيضده ، د خېبر پښتونخوا په پېښور كښې 1096 فيصد، په اېبټ آباد كښې 7.81 فيصد، د بلوچستان په كوئټه كښې 2.99 فيصد دے. د كورونا په وبا په ټول هېواد كښې 9 زره 668 كسان په حق رسېدلي دي.

مضمون کا ماخذ : apostas lotofácil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں