خارجه وزير شاه محمود قرېشي اماراتي مشرتابه سره په پاكستاني وګړو د وېزې بندېزونو سره اړوندې چارې پورته كړې۔ د خارجه دفتر وياند

image

اسلام آباد۔20 دسمبر(اے پی پی) د خارجه دفتر وياند وئيلي دي خارجه وزير شاه محمود قرېشي د متحده عرب امارات اوسنۍ دورې په مهال اماراتي مشرتابه سره په پاكستاني وګړو د وېزې بندېزونو او يو اے اي كښې د مېشته پاكستاني وګړو خېر ښېګړې سره اړوندې چارې پورته كړې وې۔ د اتوار په ورځ د ميډيا د يوې پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل چې متحدہ عرب امارات د پاکستانی تارکین وطن كردار ستائلو سره خارجه وزير ته باور وركړو چې د کوډ 19 وبائی رنځ خپرېدو له امله په وېزو په عارضي توګه بندېزونه لګولې شوې دي۔ وياند د يو اے اي خارجه وزير عبد الله بن زايد النهيان لخوا د وركړې شوي بيان حواله هم وركړه چا چې متحدہ عرب امارات كښې د مېشته 1.5 ملین پاکستانی تارکین وطن د هېواد پرمختګ او سوكالۍ كښې د هغوي د كردار ستائنه كړې ده۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری لائیو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں