د ځوانانو صلاحيتونه كارولو لپاره د ډيجيټل رابطو او د انفارمېشن ټيكنالوجي ودې سره به معاشي استحكام ترلاسه شي۔د صدر ډاكټر عارف علوي د ايچ اي سي دستورې ته وينا

image

اسلام آباد 01 فروري (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي هېواد كښې د ځوانانو صلاحيتونو كارولو لپاره د ډيجيټل رابطو او د انفارمېشن ټيكنالوجۍ د ودې په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي دې سره به د معاشي استحكام پشمول د هېواد حاجتونه تر سره كولو له مرسته تر لاسه شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د هائر اېجوكېشن كمېشن د سيورې لاندې د 51م ايشين پيسيفك ايډوانسډ نيټ ورك پرانستې سېشن ته خطاب كښې وكړه۔ صدر ووئيل ډيجيټل كميونيكيشن اهميت لري خو د كورونا وبا په مهال د دې اهميت نور هم زيات شوے ۔ده ووئيل د دې دستورې په كولو د لوړو زدكړو كمېشن او مرستيالې ادارې د ستائنې وړ دي۔دستوره كښې 500 كسانو ګډون كولو۔ده د هائر اېجوكېشن كمېشن پوهنتونونو او كالجونو ته د سپارښتنو په تناظر كښې د ذمه وار كردار ترسره كولو هم ستائنه وكړه۔ده ووئيل د ټولې نړۍ په شان پاكستان كښې انفارمېشن ټيكنالوجي اختيارول مهم دي۔ پاكستان د انساني سرمايه كارۍ او ټيكنالوجي په اړھ د سرمايه كارۍ دوه اړخيزه تګلاره ترسره كړې،كومې لپاره چې 2003 كښې ټيلي كميونيكيشن سيكټر لپاره جامع لبرل پاليسي اختيار كړې شوې ۔ده ووئيل كوټلې رابطې او هر ډول معلومات د فرق نه غير وركولو مهم دي خو نن د دې اهميت نور هم زيات شوے۔ صدر 2006 كښې په چين كښې د خپل خطاب حواله وركولو سره ووئيل ما تر تعليم رسنه آسانولو لپاره د فاصلاتي تعليم تجويز وركړے ؤ۔ پاكستان كښې دا مهال 3 لكهه څخه زيات د انګريزۍ وئيونكې آئي ټي پوهان شته د كومو په وجه چې ژبه كومه مسئله نه ده۔ حكومت د دغسې څانګې پوهانو له مراعات وركړې او د آئي ټي سرمايه كارۍ لپاره 13 سافټ ويئر ټيكنالوجي پارك جوړ شوي۔ده ووئيل د كال 20 زره آئي ټي ګريجوايټس او انجينئرز ماركيټ ته راغلې۔ هغوي د مصنوعي ذهانت د لارې ځوانانو له د نيټ وركنګ ، بلاك چين ټيكنالوجۍ، سائبر سكيورټي او نورو جديدو څانګو په اړه تربيه وركولې شي۔ د دې اقدام ترمخه حكومت د دې څانګې ګريجوايټس او انډر ګريجوايټس له د تربيې وركولو خوښي لري۔۔ده ووئيل د آئي ټي ګريجويټس طلب په تندۍ سره زياتېږي۔د لوړو زدكړو كمېشن آئي ټي پشمول ټولو څانګو ګريجوايټس له د تعليم وركولو مناسب موقعې وركوي۔ پاكستان ډيجيټل اكانومي پلو مخ په وړاندې روان دے۔د وګړو ترمينځه رابطو ته ودې وركولو او د معلوماتو تبادلې سره معيشت كښې ښه والې راغلے۔ده ووئيل د پاكستان 22 كروړه آبادۍ كښې 17 كروړه 60 لكهه كسان ټيلي فون استعمالوي۔صدر ووئيل د كورونا له امله تعليمي څانګه ځپلې شوې خو انفارمېشن ټيكنالوجي ته په دې مهال وده ترلاسه شوې ۔پاكستان اي كامرس ، اي هيلتھ او اي فنانسنګ پلو روان دے۔ده ووئيل پاكستان كښې د كورونا وبا په مهال د ژوند او د ژوند ضروريات ترمينځه توازن باوري شوے۔ پاكستان د سيمې د نورو هېوادونو برعكس د لوږي د لاسه د خلقو ژوند بچ كولو لپاره د كاروباري هلو ځلو اجازه وركړې۔ده ووئيل د تيرو 5 كلونو په مهال سافټ ويئر ايكسپورټ كښې د كال 30 فيصده اضافه شوې دغسې فري لانسنګ كښې 47 فيصد اضافه شوې او پاكستان فري لانسنګ كښې تندۍ سره پرمختګ كوي۔ده ووئيل حكومت تر 2022 د 5G ټيكنالوجي پيل كولو اراده لري۔دې سره به پاكستان كښې د ايكسپورټ سافټ ويئر تر مخه د معاشي او سماجي پرمختګ نوے دور پېل شي۔ صدر ووئيل د پاكستان 22 كروړ آبادۍ كښې 60 فيصده عمر 15 نه تر 29 كاله دے۔كه هغوي له د انفارمېشن ټيكنالوجي تربيه وركړې شي نو هغوي به نړۍ او نورو هېوادونو كښې خذمات ترسره كړي۔ده ووئيل د لوړو زدكړو كمېشن 60 زره كتابونو، جريدو آن لائن وركولو او سمارټ كلاس رومز جوړولو سره د انفارمېشن ټيكنالوجۍ تعليم او ډيجيټل كميونيكيشن ودې له مهم كردار ترسره كړے۔(

مضمون کا ماخذ : آزاد کشمیر لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں