صدر ډاکټر عارف علوي سره د جبوتې نېشنل پارلیمنټ صدر محمد علی حمید په مشرۍ كښې پلاوي وليدل، پاکستان او جبوتی تجارت ، كلتور او دفاع څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې لا مستحکمولو له د عزم پخلے وكړے شو

image
APP04-301220 ISLAMABAD: December 30 – A parliamentary delegation of Djibouti led by the President of Djibouti National Parliament Mohamed Ali Houmed in a meeting with President Dr. Arif Alvi at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 30 دسمبر (اے پی پی) پاکستان او جبوتی د تجارت ، كلتور او دفاع څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې لا مستحکمولو له د عزم پخلے كړے۔د دې عزم پخلے د شورو په ورځ صدر ډاکټر عارف علوي سره د جبوتی پارلیمنټ صدر او د افریقائي ائتلاف پارلیمنټ لنډ مهاله چیئرمېن محمد علی حمید په مشرۍ كښې پلاوي په ایوان صدر كښې د ملاقات په مهال كړے۔ایوان صدر لخوا جاري اعلامیې له مخې صدر ډاکټر عارف علوي په دې مهال ووئيل پاکستان جبوتی كښې د خپلې سفارتخانې پرانستلو او به نورو افريقائي هېوادونو كښې د سفارتی مشنز جوړولو پريكړه كړې ، په جبوتی بندرځائې د پاکستانی سامان زر کلیئرنس كولو لپاره د جبوتي حكومت مرستې ته اړتيا ده۔ دغسې صدر د هند په مقبوضه کشمیر كښې د مسلمانانو آبادۍ په ضد د هند ظلمونه او د بشري حقونو په خلاف ورزو رڼا واچوله۔ صدر ووئيل نړيواله ورورولي دې د شريكې غوښتنې ترمخه کشمیر كښې د بشري حقونو خلاف ورزو مخنيوي له په هند فشار واچوي۔ د جبوتی پارلیمنټ صدر ووئيل جبوتی د پاکستان سره كلتوري ، تجارت او دفاع پشمول ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې زياتولو له خوښې لري او د ګوادر او جبوتی بندرځائې سره به د دواړه هېوادونو ترمينځه تجارت ته وده ترلاسه شي۔

مضمون کا ماخذ : فا فا فا ۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں