د پيپلز پارټۍ په پرېكړو پي ډي اېم تقسيم شوے۔ شهباز شریف خبرې اترې د ځان راخوشي كولو سره تړي۔ خواجه آصف حكومت نه نېب نيولے۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي

image

اسلام آباد۔30دسمبر(اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي د اپوزيشن بيانيه بلها تضادات لري۔ د پيپلز پارټۍ پرونو پرېكړو سره د پي ډي اېم اتحاد ته زيان رسېدلے۔ پيپلز پارټۍ كښې د پرېكړې اختيار آصف علي زرداري سره دے او هغه اورولې ده۔ بلاول يوازې د ښودلو لپاره دے۔ د شورؤ په ورځ په يو مهم بيان كښې خارجه وزير ووئيل د پيپلز پارټۍ د سنټرل اېګزېكټو كمېټۍ غونډې په ډاګه كړې چې د هغوي او د پي ډي اېم لارې جلا جلا دي۔ پیپلز پارټۍ د سېنېټ ټاكنو كښې د برخې اخستو پرېكړه كړې او ضمني ټاكنو كښې به هم برخه اخلي۔ خارجه وزير ووئيل اوس د دوي بيانيه بدله شوې ځكه چې دوي اول د استعفاګانو خبره كوله او اوس د اغستو كوي۔ وزیراعظم عمران خان به د دوي په وېنا چرې هم استعفی ورنه كړي۔ هغه ووئيل حقيقت دا دے چې پيپلز پارټي د سندھ حكومت قرباني نشي وركولې۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل پيپلز پارټي لانګ مارچ د نواز شريف بېرته راتلو سره تړلے او د دې مطلب دا دے چې دوي نه خو لانګ مارچ كښې خوښي لري او نه استعفی وركولو كښې۔ هغه ووئېل پي اېم اېل هم ښكاره تضادات سره مخ دے يو سوچ د شهباز شريف صاحب دے كوم چې خبرې اترې كول غواړي ولې هغه د ځان راخوشې كېدو سره خبرې تړي او دويمه ډله د دغې مخالفت كوي۔ هغه ووئيل د خواجه آصف ګرفتاري حكومت نه بلكې د نېب په اشاره شوې كومه چې يوه خپلواكه اداره ده۔ هغه ووئيل پي ډي اېم كښې د بېلو سوچونو كسان اېن آر او ترلاسه كولو او د مقدمو نه خلاصي له راجمع شوي۔ هغه ووئيل ما وړاندې وئيلې وو د پي ډي اېم اتحاد غېر فطري دے ځكه دوي يو ځاے مخ په وړاندې تللې نه شي

مضمون کا ماخذ : جنگل وائلڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں