د ګرانۍ مسئله حل كول د وزيراعظم عمران خان وړومبې ترجيح ده۔د خزانې وفاقي وزير عبدالحفيظ شېخ مركه

image

اسلام آباد 06 فروري (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير عبدالحفيظ شېخ وئېلي دي چې د ګرانۍ مسئله حل كول د وزيراعظم عمران خان وړومبې ترجيح ده٬د تېر وخت غلطۍ سمولو لپاره د اقداماتو په نتيجه كښې د عارضي ګرانۍ صورتحال دې٬د اوسنې حكومت قرض يوازې يو زر ارب روپۍ دې٬پاكستان او آئي اېم اېف پروګرام بېرته ټريك ته په راوستلو اتفاق كړې۔د راتلونكو څو اونو په مهال په دې لړ كښې د مهم پېشرفت توقع ده۔په خپله يوه مركه كښې ډاكټر عبدالحفيظ شېخ ووئيل چې حكومت د مجموعي قومي پېداوار او پھ معيشت كښې د پرمختګ ګټھ اولس ته رسولو ته پام كړې۔حكومت د سماجي تحفظ په بجټ كښې د تېر حكومت په مقابله كښې دوه چنده اضافه كړې دغسې د اولس آسانيو او رېليف لپاره د سبسډيز حجم د يو ارب روپو نه زيات دې٬هڅه كوو چې د سبسډي اولس ته ورسي۔پخوانو قبائېلي سيمو لپاره 152 ارب روپۍ بېلې كړی شوي دي۔په كلن پرمختيائي پروګرام كښې وروستو پاتې سيمو لپاره زياتې پېسې بلې كړی شوي دي۔ده ووئيل چې تېر حكومت قصدا ً د ډالر ارزان ساتلو تباه كونكې پالېسي خپله كړې وه او د دې په وجه ټول هېواد د بهر څيزونو اخستلو عادي شوې۔درآمدات زيات شول٬پخواني حكومت په پنځو كلونو كښې په برآمداتو كښې اضافه ونه كړه۔ده ووئيل چې اوسنې حكومت چې كله راغلو نو مونږ د زرمبادله د ذخيرو ستونزو سره مخ وو۔ده ووئيل چې حكومت د برآمداتو ودې ته پام وكړو چې دغسې مونږ زيات ډالر وګټو۔ده ووئيل چې د ټېكس وركونكو ستونزې حل كولو لپاره اقدامات كولې شي۔د ايراني سمګل پېټرول په نتيجه كښې هر كال د 100 نه تر 150 ارب روپو زيان كېدو٬د سمګلنګ د مخ نيوي د اقداماتو ښه نتيجې راوتلې دي

مضمون کا ماخذ : dupla sena acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں