په خېبر پښتونخوا كښې د ترهګرې پلان شنډ كړے شو، 5 ترهګر ونيولے شول

image

پېښور 18 دسمبر (اے پي پي) د ترهګرې د مخ نيوي محكمې په مردان كښې پنځه افغان ترهګر نيولي دي. د سي ټي ډي له مخې د ترهګرو د قبضې څخه ځانمرګي وسكټونه، 2 بمونه او پنځه هېډګرېنډ ترلاسه كړې شوي. په افغان ترهګرو كښې صفي الله، محمد عالم، لعل محمد ، ذاكرالله او صات الله شامل دي. نيولے شوو ترهګرو په پېښور او مردان كښې په سټېل ملونو كښې كار كولو. ترهګرو په سكولونو او اولسي ځايونو كښې د تخريب كارې پلان جوړ كړے ؤ. د مردان سي ټي ډي له مخې د نيولے شوو ترهګرو څخه تفتيش پېل كړے شوے.

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری کے انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں