په زړه ورو پرېكړو هغه معاشي پياوړتيا او پرمختګ له د سم لوري ټاكنه كړې۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ټويټ
اسلام آباد۔31دسمبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي كال 2020ﺀ په نړيواله توګه يو سخت كال ؤ۔ د كورونا وائرس وباﺀ د ګردې نړۍ د صحت نظام او معيشتونو ته زيان ورسولو۔ د زيارت په ورځ يو ټويټ كښې هغه ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې پاكستان په كال 2020ﺀ كښې د كورونا وائرس وباﺀ چېلنج په غوره ډول مقابله كړې۔ په زړه ورو پرېكړو كولو هغه معاشي پياوړتيا او پرمختګ له د سم لوري ټاكنه كړې۔ هغه صحت او معيشت دواړو ته اهميت وركړے۔ د سمارټ لاك ډاؤن كاميابه ستراتيجي په نړيواله كچه ستائلې شوې۔ هغه ووئيل په نوې كال كښې به د اولس مسائل حل كولو له د وزيراعظم په مشرۍ كښې د پرېكنده هڅو يو نوے دور پېل شي۔ هغه ووئيل زمونږ د پړېكړو او پالېسۍ محور د پاكستان اولس دے۔ په كال 2020 كښې اپوزيشن د خپلو ناوړه غېر جمهوري چالونو له امله ناك اؤټ شو۔ حکومت له مينځه وړلو له جوړ اتحاد ته ذاتي ګټې ٬ سوچ او بيانيې زيان ورسولو۔ هغه ووئيل كه اخلاقي جراﺀت ؤ نو د پي پي پي د پرېكړې نه پں به پخپله پي ډي اېم تحليل شوے ؤ۔ سېنېټر شبلي فراز ووئيل د استعفاګانو ډېډ لائن د شپې 12 بجې ختمېږي۔ د (ن) ليګ كومو دوو غړو چې استعفاګانې وركړي وې هغوي د هغې نه منكر شوي۔