سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه سره د عراق دفاع وزير جمعه انادسادون خطاب ملاقات

image

پېنډې 25 فروري (اے پي پي) د پاك پوځ سر لښكر جنرل قمر جاوېد باجوه سره د عراق د دفاع وزير جمعه انادسادون خطاب ملاقات كړے. د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو، سيمه ايزه سلامتيا او د دوه اړخيزه دفاعي مرستې زياتولو په چارو غور وشو. د آئي اېس پي آر له مخې د ملاقات په مهال د پاك پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه ووئيل پاكستان عراق سره د ورورولې اړيكو ته اهميت وركوي او د ترهګرې په ضد د عراق د قربانيو اعتراف كوي. ده د دفاعي څانګې په پرمختګ كښې د هر ډول مرستې وړاندېز هم وكړو. دواړه شخصياتو په منطقه كښې سلامتيا او استحكام زياتولو لپاره په شريكه د كار كولو عزم څرګند كړو . د عراق د دفاع وزير په منطقه كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان د دائمي هڅو ستائنه هم وكړه

مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں