اسلام آباد 08مارچ (اے پی پی) د منصوبه بندۍ٬پرمختګ٬اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير اسد عمر وئېلي دي په پوليس د ډزو كولو افسوس ناكه پېښه رامخې ته شوې٬ ٬پوليس زمونږ حفاظت لپاره خپلې زمه وارۍ ترسره كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په پاكستان انسټيوټ آف مېډيكل سائنسز كښې تېره ورځ په پوليس د ډزو په مهال د ژوبل شوو دوه اهلكارو تپوس پوښتنې نه پس مېډيا سره په خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل تېره ورځ په رامخې ته شوې افسوس ناكه پېښه كښې يو اهلكار شهيد او دوه ژوبل شوي۔ده ووئيل د دواړو ژوبل شوو اهلكارو حالت ښه دے ٬پوليس د پیښې پلټنې كوي٬دا ټارګټډايكشن ؤ ۔ده ووئيل پوليس اهلكار زمونږ حفاظت لپاره وظيفه ترسره كوي۔تورن به ډېر زر خپل انجام ته ورسولې شي