اسلام آباد 28 مارچ (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي هندو ټولنې ته د هولي د تهوار مباركي وركړې. د اتوار په ورځ په خپل ټويټ كښې صدر مملكت ووئيل چې هغه پاكستاني هندو وروڼو ته د هولي د تهوار مباركي وركوي. دعا ده چې د رنګونو نه ډك دا تهوار زمونږ منطقې لپاره امن او خوشحالي راولي. صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ووئيل چې پاكستان د اقليتونو د حقونو تحفظ لپاره پوخ عزم لري.