د وزيراعظم عمران خان د مدينې رياست وژن له مخې د سادګۍ او كفايت شعارې اقدامات، د وزيراعظم دفتر خرڅونه په كروړونو روپو كم شوي

image

اسلام آباد 05 مارچ (اے پي پي)د وزيراعظم عمران خان لخوا د مدينې رياست وژن له مخې د سادګۍ او كفايت شعارۍ اقداماتو د لارې د مالي كال 2020م په مهال د وزيراعظم دفتر د ورځې خرڅونه په ځانګړي توګه كم شوي ٬وزيراعظم عمران خان د وزيراعظم چوكۍ سنبهالولو په وخت د وزيراعظم هاؤس او د وزيراعظم دفتر په خرڅونو كښې د كفايت شعارۍ په لړ كښې د مثال وړاندې كولو لوظ كړے ؤ ۔وزيراعظم نه يوازې د قامي خزانې تحفظ لپاره د وزيراعظم هاؤس او د وزيراعظم دفتر خرڅونه كمولو لوظ تر سره كړے بلكې د اولس د پيسو تحفظ لپاره يې نورو حكومتي چارواكو لپاره يو مثال هم قائم كړے او د دې تصديق د مالي كال 2019 د بجټ او د خزانې وزارت د دستاويزات څخه هم كېږي۔د بجټ او سركاري دستاويزات له مخې د وزيراعظم دفتر لپاره د آپرېټنګ خرڅونو په مد كښې په مالي كال 2020م كښې 218 ملين روپۍ بېلې كړی شوې وې خو د ټولو خرڅونو حجم 46 ملين روپۍ رېكارډ كړے شوے۔د سفر او ټرانسپورټ خرڅونو په مد كښې د يو كروړ روپو بچت شوے ۔سېل سپاټې او ډالو لپاره په مال كال 2020م كښې 15 لكه روپۍ بېلې كړی شوې وې خو په دې كښې يوازې 1000 روپۍ مصرف شوي۔د وزيراعظم په هدايات د مادي اثاثه جاتو په مد كښې 4 كروړه روپۍ بچت باوري كړے شوے۔په نورو خرڅونو كښې دوه كروړه روپۍ بچت شوې۔د صوابديدي ګرانټس په مد كښې يو ملين روپۍ بېلې كړی شوې وې او پكښې يوازې 1000 روپۍ مصرف شوي۔د ملازماننو د معاوضې په مد كښې 3 كروړه روپۍ بچت شوي دغسې د وزيراعظم سټېټ ګارډن ايسټبلشمنټ په مد كښې د يو كروړ روپو بچت شوے ۔د وزيراعظم عمران خان دې طرز عمل د نورو سياسي مشرانو لپاره هم يو مثال جوړ كړے

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا بونس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں