دوشنبے۔31 مارچ(اے پی پی) د پاكستان او تاجكستان خارجه وزيرانو ترمينځه د پلاويو په كچه خبرې اترې شوي ۔ دواړه خارجه وزيران دوه اړخيزه اړيكې زياتولو او په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته زياتولو له په ګډه هڅو كولو ته صلاح شوي ۔ دې نه وړاندې د شورؤ په ورځ خارجه وزارت ته په رسېدو د تاجکستان خارجه وزير مهر الدين د شاه محمود قرېشي او د هغه پلاوي تود هركلے وكړو ۔ خارجه سېكرټري سهېل محمود ٬ تاجكستان كښې د پاكستان سفير عمران حېدر او د پاكستان سفارت سينئر چارواكي خارجه وزير سره ملګري وو۔ دغسې د تاجكستان خارجه وزارت كښې د پاكستان او تاجكستان ترمينځه د پلاويو په كچه خبرې اترې شوي ۔ د پاكستان پلاوي مشري خارجه وزير شاه محمود قرېشي او د تاجك پلاوي مشري تاجک خارجه وزير مُهرالدین سراج الدین كوله۔ په خبرو كښی په دوه اړخيزه اړيكو ٬ بېلو څانګو كښې مرستې ته په وده وركولو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو خارجه وزيرانو په دوه اړخيزه اړيكو د اطمينان څرګندونه كولو سره د دې لا مستحكم كولو له د خپل عزم پخلے وكړو۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل پاکستان تاجکستان ته د ګوادر پورټ په صورت تر سوئيلي ختيزې آسيا ٬ منځني ختيز او تر افريقې لنډه لاره وركوي۔ دا بندر ځايونه د پاكستان او تاجكستان ترمينځه دوه اړخيزه تجارتي حجم زياتولو له مرستياله ثابتېدے شي۔ دواړو خارجه وزيرانو د پاكستان او تاجكستان ترمينځه د وزارتي كمېشن او د شريك وركنګ ګروپس په ډول “ادارہ جاتی مېکانزم” لا مضبوط او فعالولو په حاجت زور راوړو۔ خارجه وزير هيله ولرله چې د پاكستان او تاجكستان ترمينځه پنځمې دوه اړخيزه سياستي مشاورتي غونډې سره به د د دواړو هېوادونو ترمينځه بېلو څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو لار هواره شي۔ دغسې دواړه خارجه وزيران د اړيكو زياتولو او په بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې زياتولو لپاره هلو ځلو ته صلاح شوي