حكومت د پیټروليم منصوعات بيعه كښې د كمي اعلان وكړو ٬د پیټرول بيعه كښې د 1.55 روپو او هائي سپيډ ډيزل كښې د 3 روپو كمے وكړے شو

image

اسلام آباد 31 مارچ (اے پي پي) حكومت د پیټروليم منصوعات بيعه كښې د كمي كولو اعلان كړے ٬د پیټرول په بيعه كښې د 1.55 روپۍ او د هائي سپيډ ډيزل بيعه كښې د 3 روپو كمے شوے ۔د خزانې وزارت لخوا د شورو په ورځ د جاري شوي بيان له مخې د پیټرول په بيعه كښې د 1.55 روپۍ٬هائي سپيډ ډيزل بيعه كښې 3 روپۍ٬د كيروسين يئل په بيعه كښې 1.55 روپۍ او لائيټ ډيزل بيعه كښې 1.56 روپۍ د يو ليټر په سر كمې كړی شوي ۔د دې نه پس به د پیټرول نوې بيعه 110.35 روپۍ٬ هائي سپيډ ډيزل 113.08 روپۍ٬كيروسين آئل 82.06 روپۍ او لائيټ ډيزل 79.86 روپۍ د يو ليټر په سر وي ۔د نوې بيعې اطلاق به د يكم اپرېل څخه وي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی موبائل ایپ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں