وزيراعظم عمران خان په ګرانۍ قابو موندلو او اولس ته زيات رېليف وركولو له شپه او ورځ كار كوي۔ وفاقي وزير اسد عمر

image

اسلام آباد 06 مارچ(اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير اسد عمر وئېلي دي چې وزيراعظم عمران خان په ګرانۍ قابو موندلو او اولس ته زيات نه زيات رېليف وركولو له شپه او ورځ كار كوي٬وزيراعظم عمران خان ته د سركاري ملازمينو د ستونزو احساس دے٬ځكه يې د ګرېډ 1 نه تر ګرېډ 19 ملازمينو په تنخاګانو كښې 25 فيصده اضافه كړې٬ د سېنېټ په ټاكنو كښې پېسې وركونكي ښكاره شوي دي٬الېكشن كمېشن آف پاكستان بايد د هغوي په ضد په سمدستي توګه كاروائي وكړي۔ د خالي په ورځ پي ټي وي سره خبرو كښې ده ووئيل چې د سېنټ په ټاكنو كښې د تحريك انصاف كانديدې فوزيه ارشد ته په مجموعي توګه 176 ووټ وركړې شوي كوم څخه چې د تحريك انصاف اكثريت ښكاره شوې٬ د اكثريت كومه خبره نه وه٬ يوازې د يوې چوكۍ لپاره پېسه چلولې شوې او خلكو د شپی په تياره كښې پېسه اخستلو سره ووټ وركړو٬مونږ ته د دې خبرې احساس و چې اپوزېشن به د دې بيانيې وړاندې چلولو هڅه كوي ٬ هغوي سره اكثريت نشته او په هېواد كښې به فضول بحث پېل شي ځكه وزيراعظم عمران خان وخت ضائع كولو نه غېر د اعتماد ووټ اخستلو پرېكړه وكړه۔ اسد عمر ووئيل چې وزيراعظم عمران خان په هېواد كښې د احتساب موجوده نظام څخه مايوسه دے او هغه د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې په خپل خطاب كښې هم د دې څرګندونه وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل چې الېكشن كمېشن آف پاكستان آئيني اداره ده او د هغې ښكاره كردار دے٬ د آئين دننه د هغې اختيارات موجود دي٬سپريم كورټ هم الېكشن كمېشن ته د سپيځلو ټاكنو باوري كولو احكامات وركړي و خو هغه سپيځلو ټاكنو كولو كښې ناكامه شوې كوم چې حقيقت دې او دا زما آئيني حق دې چې دا په ګوته كړو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې اپوزېشن ته معلومه وه چې هغوي به ماتې سره مخ كېږي او وزيراعظم عمران خان به د اعتماد ووټ اخستلو كښې كاميابېږي٬د اپوزېشن بائيكاټ كولو سره هېڅ فرق نه پريوځي٬ د اپوزېشن ګوندونو غړي د خپلو مشرانو د قامي ادارو په ضد بيانونو نه خوشحاله نه دي٬اپوزېشن ويره لرله كه اسمبلۍ ته لاړو نو چرته د هغوي غړي هم وزيراعظم عمران خان ته ووټ ور نه كړي۔

مضمون کا ماخذ : aplicativos de apostas loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں