وزيراعظم عمران خان د وړاندې نه زيات ووټونه اخستلو سره كامياب شوے او اپوزېشن ماتې خوړولو سره مخ شوے۔ شاه محمود قرېشي

image

اسلام آباد 06 مارچ (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې د سېنېټ په ټاكنو كښې ښكاره اخستلو او خرڅولو سره ټول هېواد او نظام ته زيان رسېدلې په كومه چوكۍ كښې پيسه لګېدلې او په كومه نه ده لګېدلې د دواړو نتيجې اولس ته وړاندې دي۔په ټاكنو كښې چې څه شوي دي په هغې ټول اولس خفه دے۔وزيراعظم د اعتماد ووټ كښې د وړاندې نه زيات ووټونه اخستلو سره كامياب شوے٬اپوزېشن ماتې خوړولو سره مخ شوې۔ حكومت ادارو سره د ټكر كومه اراده نه لري٬مونږ د الېكشن كمېشن پشمول د ټولو قامي ادارو احترام كوو٬حكومت الېكشن كمېشن سره د سپيځلو ټاكنو باوري كولو له هر ډول مرستې كولو له چمتو دې٬الېكشن كمېشن د وېډيو د معاملې بايد بشپړه پلټنې وكړې شي٬كه اخستل خرڅول ثابت شؤ نو ټاكنې دې كالعدم وګرځولې شي۔د خالي په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې هغه ووئيل د سېنېټ ټاكنو په حقله زمونږ اندېښنې هسې نه وې٬د پخوانو ټاكنو په بنياد مونږ وئېلي چې پيسه چلېږي او د اوسنو ټاكنو نه هم يوه ورځ وړاندې وېډيو رامخې ته شوې وه او اعتراف هم شوے و٬مونږ غواړو چې ټاكنې دې سپيځلې وي او دا روايت دې ختم كړې شي۔هغه ووئيل پيپلز ګوند او (ن)ليګ د جمهوريت ادعاګانې كوي٬دواړو ګوندونو ميثاق جمهوريت لاس ليك كړې و چې ټاكنې به سپيځلې وي خو مونږ وليدل چې دواړو ګوندونو سپيځلو ټاكنو له د حكومت مرسته ونه كړه۔شاه محمود قرېشي ووئيل اپوزېشن اول د سپيځلو ټاكنو غوښتنه كوي او بيا چې وخت راشي نو د اخستلو خرڅولو د لارې خپل اقليت په اكثريت كښې د بدلولو هڅه كوي۔د اپوزېشن عمل د خپل قول په ضد دے۔ده ووئيل سپيځلې ټاكنې كول د الېكېشن كمېشن آف پاكستان آئيني ذمه واري وه٬خو مونږ دا ګڼو چې د الېكشن كمېشن نه غفلت شوې۔ده ووئيل كه خلك د وزيراعظم عمران خان نه خفه وو نو فوزيه ارشد 174 ووټونه ولې ترلاسه كړل٬كه ملګري د وزيراعظم نه مطمئن نه و نو هغوي وزيراعظم ته ووټ ولې وركړو٬بلكې وزيراعظم د كال 2018 نه هم زيات ووټونه ترلاسه كړې دي۔ده ووئيل مونږ د اتحادي ګوندونو مننه كوو او نن اپوزېشن ته ماتې شوې خو د هغوي ټول ګمانونه ختم شوي دي او وزيراعظم د وړاندې نه هم زيات ووټونه اخستلو سره كامياب شوے دے

مضمون کا ماخذ : números da sorte loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں