اسلام آباد 06 مارچ(اے پی پی) د پاك فضائيه مشر مجاهد انور خان د سري لنكا دفاع سېكرټري او قامتي سلامتيا دوهم وزير جنرل(ر)كمال ګنارتنے سره ملاقات وكړو۔ د پاك فضائيه وياند له مخې د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ جنرل(ر)كمال ګنارتنے ووئيل چې دواړه هېوادونه په سيمه ايز او نړيوالو چارو يو ډول نظريات لري٬د ايئر چيف دوره د دواړو هېوادونو وسله والو ځواكونو په خاص توګه د ايئر فورس ترمينځه د مضبوطو اړيكو څرګندونه ده۔په دې موقع د پاك فضائيه مشر مجاهد انور خان ووئيل چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د سري لنكا وسله والو ځواكونو هڅې د يادونې وړ دي۔د پاك فضائيه وياند له مخې دواړه مشران د تربيې او پېشه ورانه مهارت څانګو ودې وركولو ته سلا شؤ