اسلام آباد۔4 اپرېل(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان په اولس زور راوړے دے چې د كورونا د درېمې چپې په مهال بايد خاص احتياط وكړي او ماسك دې لازمي كاروي۔ دا ډېره خطرناكه چپه ده۔ د روغتيا او كركيلې په څانګه كښې لوئے بدلون راروان دے۔ په ګرانۍ به قابو ومومؤ۔ د هېواد معيشت مخ په ښه كېدو دے۔ د بيعو په زياتولو كښې مافيا ككړه ده۔ ټول قام له به په ګډه د كرپشن مقابله كول وي۔ كه عدليه زمونږ ملګرتيا نه كوي نو د كرپشن ختمولو هڅې مونږ كولې نه شؤ۔ پاكستان كښې ادارې آزادې دي مونږ چا ته فون كولو سره پرېكړې كولې نه شؤ۔ د فرانس په انقلاب او خمېني انقلاب كښې د خلكو مرۍ پرې كړې شوې۔ پاكستان كښی جمهوري نظام دے ٬ په بدلون كښې وخت لګېدې شي۔ د هېواد معيشت مخ په ښه كېدو دے۔ په اولني ځل روپۍ مضبوطېدل پېل شوي دي۔ د هېواد دېواليه كېدو نه ساتلو له مو قرضې واخستې۔ د قبضه ګرو په ضد مو د جنګ اعلان كړے۔ تر څو چې هند د 5 اګست اقدام بېرته اخستې نه وي ورسره زمونږ اړيكې د معمول له مخې كېدې نه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د اتوار په ورځ د نېغ په نېغه فون كالز د لارې د اولس د پوښتنو ځواب وركولو په مهال و كره۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل تر ټولو وړاندې اولس سره يوه خبره كول غواړم۔ د كورونا درېمه چپه زياته خطرناكه ده۔ په اولس زور راوړم چې هغوي دې د ماسك نه بغېر بهر نه ځي۔ دا د ټولو نه آسان كار دے۔ لوئے څښتن مونږ د كورونا په اولنۍ او دويمه چپه كښې ساتلې يؤ۔ كه د امريكا او نور هېوادونو په ډول صورتحال دلته رامخې ته شوې و او مونږ د اوږدې مودې لاك ډاؤن كړے و نو حالات به ډېر خراب وو۔ دا معلومه نه ده چې دا درېمې چپه به كوم ځائې ته رسي۔ په هند او بنګله دېش كښې دا چپه ډېره تندۍ سره روانه ده۔ په اروپا كښې د وېكسين باوجود لاك ډاؤن دے۔ وزیراعظم د مير پور خاص سندھ يو وګړي پوښتنې په ځواب كښی ووئيل د بده مرغه د ګاز كوهيان ويستلې شوې نه دي۔ هېواد كښی د ګاز كمې رامخې ته كېږي دا بهر نه راغوښتلې شي او دا ګران دے۔ مونږ په دې حقله يوه نوې لوظنامه كړې ده او په كومه بيعه چې اولس ته تېر وخت كښې وركولې شو مونږ د هغې نه هم په كمه بيعه وركوؤ چې ورسره قرضې سوا كېږي۔ د پوهنتون آسانۍ وركولو حوالې سره د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د لوړو زده كړو آساني يو نعمت دے خو مونږ له به سوچ كول وي چې كوم ډول تعليم وركړؤ۔ مونږ پوهنتونونه خو جوړؤ ولې معياري پروفېسران او فېكلټي به هم وركول وي۔ هله به پوهنتون پوهنتون جوړ شي او كه داسې نه وي نو خلق به سره د ډګرو بے روزګاره ګرځي۔ د ګرانۍ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل مونږ د دې مسئلې هواري له ګامونه پورته كوؤ۔ مونږ يو داسې نظام راوړؤ كوم كښې چې منډۍ كښې اولس ته نېغ په نېغه د كروندګر پېداوار ورسي۔ دې سره به كسان او اولس دواړو ته ګټه ورسي۔ د ګرانۍ يو سبب د روپۍ په قيمت كښې كمې هم دے۔ خو اوس روپۍ مستحكم كېږي چې ورسره د پېټروليم مصنوعاتو بيعې ټيټې شوي دي۔ هغه ووئيل د روان كال په مهال به نوې انقلابي زرعي پالېسۍ معارفي كوؤ او زرعي اډانه به بدلوؤ۔ اوسنې حكومت د ګرانۍ ختمولو له كار كوي او په دې به قابو ومومي۔ دروغتيا څانګې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل د روغتيا څانګه لوئے بدلون راروان دے۔ د پاكستان په تاريخ كښې په اولني ځل اولس ته یونیورسل هېلت كورېج وركولې شي۔ پنجاب، خېبرپختونخوا او ګلګت بلتستان كښې هر يو وګړي ته به هېلت انشورنس وركولے شي او هغوي به كوم هم روغتون كښې تر لس لكھو روپو درملنې كولې شي۔ دا نظام د نړۍ په پرمختګ كړې هېوادونو كښې هم نشته۔ د بهر هېواد يو وګړي پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل پاكستان د كورونا صورتحال مخنيوي كښې كامياب شوے دے۔ د هند معيشت د كورونا د لاسه ډېر ځپلے شوے دے۔ یو اے ای او سعودی عربستان هم ستونزو سره مخ دي۔ زما د دواړو هېوادونو مشررتابه سره خبره شوې ده۔ د كرپشن په ضد د ګامونو حوالې سره د يوې پوښتنې په ځواب كښی وزيراعظم ووئيل کرپشن هغه كېنسر دے كوم چې يوازې پاكستان كښې نه بلكې د نړۍ هر يو غريب هېواد كښې دے۔ ملائیشیا مهاتير ډېره وړاندې بوتله ولې دغلته يو كرپټ وزيراعظم راغلو او پېسه ئې غلا كولو سره د هېواد نه بهر يوړله او ملائيشيا قرضه دارې شوه۔ وزيراعظم ووئيل د ملګرو ملتونو د پېنل رپورټ له مخې د غريب هېوادونو نه هر كال يو زر اربه ډالره غلا كېدو سره آف شور اكاؤنټس ته ځي۔ د غريب هېوادونو كرپټ حكمرانان آف شور ټېکس هېونز كښې دا پېسه پټوي يا لندن او دبۍ كښې محلونه جوړوي۔ په دغه هېوادونو كښې زمونږ 7 زره اربه ډالره پراته دي۔ زمونږ هڅه ده چې امير هېوادونه دا پېسه بېرته راكړي كومه چې د دې ځائې نه غلا شوې ده ۔ وزیراعظم ووئيل كرپشن يواې قانون سره ختمېدې نه شي ټول قام له به د دې په ضد جنګ كول وي۔ عمران خان يوازې دا كار كولے نه شي۔ كه عدليه ملګرتيا نه كوي نو مونږ د كرپشن په ضد جنګ كولے نه شوؤ۔ هغه ووئيل عمران خان به چاته اېن آر او نه وركوي۔ چین 450 وزيران په كرپشن كولو زندان كښې اچولې دي۔ په دې موقعه وزيراعظم خپل صلاحكار شهزاد اکبر ته امر وكړو چې هغه اولس خبر كړي چې د چينو په معامله سټه څنګه وكړې شوه۔ په دې شهزاد اكبر ووئيل د چينو قيمت د 60ء لسيزې نه مخ په زياتېدو دے۔ كله هم ډچې موقعه ترلاسه كېږي نو ذخيره كوؤنكي خپل كار كوي۔ هغه ووئيل د قانون له مخې د 15 ورځو نه زيات فارورډ سېل نه كېږي۔ زمونږ ملونو كښې د چيني لويه ذخيره موجود ده او په دې د لګښت له مخې ددې د قيمت تعين كېدې شي خو سټه باز د صورتحال له مخې قيمتونه زياتوي۔ او دا كال د شوګر ملونو په مرسته كېږي۔ د ملونو مالكان هم ددې نه ګټه پورته كوي۔ د پېداوار لګښت له مخې 80 روپۍ اېكس مل قيمت مقرر دے ولې دا ناجائزه ګټه كوؤنكي تر 100 روپو چيني خرڅوي۔ هغه ووئيل د يوې روپۍ زياتېدو سره دا مافيا 5 نيم اربه روپۍ ګټه كوي۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل دا لړۍ د 50 او 60 لسيزې نه جاري وه۔ لږو خلقو كوم چې په وسائلو قابض وو هغوي پېسه جوړول او اولس لوټ كېدلو۔ په تاريخ كښې په اولني ځل كوم حكومت دوئي ته لاس اچولے دے۔ دوئي شور جوړ كړو او عدالتونو كښې د پلټنيو مخنيوي له ئې هڅې پېل كړې۔ د نجي هاؤسنګ سوسائټۍ په اړه كراچۍ نه يو وګړي پوښتنه وكړه چې نه د پلاټ قبضه راكولې شي او نه خپلې پېسې ٬ وزيراعظم هغه ته باور وركړو چې په دې اړه به فوري كارروائي كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل قبضه مافيا يو عذاب دے۔ دوئي د حكمرانانو په مرسته قبضې كوي۔ د حكومت خلق او پوليس د دوئي حفاظت كوي۔ اسلام آباد كښې مونږ د 450 اربه روپو زمكه خوشې كړې ده۔ هغه اولس ته خواست وكړو چې د قبضه مافيا په ضد حكومت ته رجوع وكړي حكومت به د دوئي پلاټ او زمكه خوشې كړي۔ د اسلام آباد نه د يو وګړي د شكايت په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل اسلام آباد كښې د ټولو سوسائټوڼ سروے شوې ده دغسې چې معلومه شي چې كومې قانوني دي او كومې غېر قانوني۔ د سی ډی اے، اېل ډی اے او پی ډی اے په شمول ټول اړوندو ادارو ته د سوسائټو د جاج اخستو وئيلې شوي دي۔ دغسې دا درك دې ولګولې شي چې كومې سوسائټۍ رېګولارئزډ كېدې شي۔ دغه ادارو نه په يوه مياشت كښې راپور غوښتلے شوے دے۔ د حېدرآباد نه يو وګړي پوښتنه وكړه چې د كوچنيانو او مېرمنو په ضد جرمونه كښې تندۍ سره زياتوالې رامخې ته كېږي د دې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل په دې حقله چې څومره كېسونه رپورټ كېږي صورتحال د هغې نه زيات سنګين دے۔ مونږ په دې اړه قانون سازي كړې ده خو د دې په ضد به هم ټولنې له په ګډه كار كول وي۔ وزیراعظم ووئيل كله چې ټولنه كښې فحاشي زياته شي نو ددې اثر رامخې ته كېږي۔ اسلام ځكه د پردې تصور وركړے دے۔ فحاشي زياتېدو سره خانداني نظام ته زيان رسي۔ اروپا كښې د طلاق شرح 70 فيصد ده۔ بالی وډ د هالی وډ پیروی وكړو چې په نتيجه كښې ئې نوې ډيلې ته ”رېپ کېپټل” وئيلې شي۔ په اسلام كښې د پردې تصور د خانداني نظام تحفظ لپاره دے۔ د موبائل فون د لارې كوچنيانو هر ډول مواد ته رسېدې شي۔ مونږ له به خپله ټولنه د مغربي او هندي ډرامو او فلمونو بد اثر نه بچ كول وي۔ د ميانوالي د يو وګړي د پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل تله ګنګ ميانواري روډ ښه كول شي۔ هغه ووئيل مونږ په ډېر سخت صورتحال كښې كار كوؤ۔ هغه ووئيل د ټاكنو د لارې بدلون راوستل ډېر ګران وي۔ جمهوري نظام كښې هر څه په لږ وخت كښې سمېدې نه شي۔ اولس له به صبر كول وي۔ وزير اعظم ووئيل چې مونږ اقتدار ترلاسه كړو نو مونږ د قرضو ادا كولو سخت صورتحال سره مخ وو۔ مونږ د سود او قرضو قسطونو په مد كښې 35 زره ارب روپۍ وركړې۔ 15 زره اربه روپۍ مو اضافي وركړې۔ د تېر حكومت 3 زره اربه مو د سود او 6200 اربه روپۍ مو قرضه وركړه۔ مونږ دا لويه پېسه په سكولونو كه لګولې وه بدلون به راغلے وو۔ د وزيراعظم په هدايت د صنعت او خزانې وفاقي وزير حماد اظهر ووئيل په 2018ء كښې چې كله پاكستان تحريك انصاف حكومت ترلاسه كړو نو معاشي حالت ډېر خراب وو۔ مونږ د دغه ناوړه حالاتو د لاسه سختې پرېكړې وكړې۔ زمونږ د دغه پرېكړو نتيجې يو كال وروستو رامخې ته شوې۔ نړيوالو ادارو زمونږ معيشت يو كال پس اپ ګرېد كول پېل كړل۔ هغه ووئيل مونږ اوس هم چېلنجز سره مخ يؤ بياهم زمونږ معيشت په ښه لوري روان دے۔ وزيراعظم ووئيل دا هېواد به اوس مخ په بره ځي۔ سېلګري به هم دا هېواد مخ په وړاندې بوځي۔ مونږ به د روانې مياشتې په مهال د كركيلې اصلاحات پېكج راوړؤ چې ورسره به بدلون راشي۔ د خوراك تېل به مونږ بهر نه راغوښتل خو د زېتون ځائي پېداوار سره مونږ ځان له خپل تېل پېدا كوؤ او بهر به هم لېږو۔ د يو وګړو د پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل روژه په خوب كښې مه تېروه د روژه ماتي نه وړاندې ورزش كوھ دغسې چې چست پاتے شے۔ وزيراعظم ووئيل د كورونا درېمه چپه ډېره خطرناكه ده۔ اولس دې ماسك ضروري اچوي۔ د یوټیلټی سټورز په اړه د پوښتنې په ځواب وزيراعظم ووئيل د روژې مباركې مياشتې په مهال به يوټېلټي سټورز ته د ضرورت څيزونه رسولې شي ۔ هغه ووئيل لوظ كوم چې د رمضان كښې به سټورز ته د ضرورت سامان رسولې شي۔ رمضان بازار به هم پرانستلې شي۔ د ګرانې برېښنا په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل كه چې مونږ حكومت كښې راغلو نو 450 اربه روپۍ کېپسټی پېمنټ وو كوم به چې په كال 2023ء كښې 1500 اربه روپو ته ورسي۔ مونږ چې په كوم قيمت برښنا اخلو او په كوم قيمت اولس ته وركوؤ اوس هم دې كښې زيات فرق دے۔ حكومت ته په 17 روپۍ ترلاسه كېږي درې روپۍ په ګرځنده قرضو كښې ادا كېږي۔ دا لوئے بوج دے كه قيمت زيات كړو نو برېښنا ګرانېږي۔ دغسې د ګاز قيمت كمولو له هم مونږ يو وارې بيا مذاكرات كړې دي۔ آئي پي پيز سره خبره كولو سره به دا مسئله حل كوؤ۔ د آزاد کشمیر د يو وګړي د پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل تر څو هند د كشمير اولس په ضد د 5 م اګست خپل اقدام بېرته اخستے نه وي پاكستان ورسره خپلې اړيكې د معمول له مخې كولې نه شي۔ وزيراعظم ووئيل ماته په دې وياړ دے چې ما په نړيوالو فورمونو د كشمير مسئله پورته كړې كومه چې په تېرو 50 كلونو كښې چا پورته كړې نه وه۔ هغه يو وارې بيا ووئيل چې هند تر كومې د 5 اګست خپل اقدام بېرته اخستې نه وي ورسره زمونږ اړيكې د معمول له مخې كېدې نه شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل پاکستان كښې ټاؤن پلاننګ نظر انداز كړے شوے دے۔ هاؤسنګ سوسائۍ د كومې قاعدې نه غېر جوړېږي۔ اس به صورتحال ښه كلو له ګامونه پورته كولې شي۔ وزیراعظم په اولس زور راوړو چې هغه په وزيراعظم پورټل خپل شكايتونه درج كړي او په خاص توګه دې د قبضه ګروپونو لخوا د كومې هم قبضې رپورټ راكړي۔ پنجاب حكومت هم د قبضې په ضد پورټل جوړ كړے دے۔ پنجاب پولیس هم سمندرې پورې پاكستانيانو له خاص پورټل جوړ كړے دے۔ هغه ووئيل مونږ د قبضه ګرو په ضد جهاد كوؤ۔