د خضدار كچلاك قامي سترې لارې سيكشن ون او ټو د بنياد تيګه اېښودل د وزيراعظم شهباز شريف په برخه شوې ، د مواصلات وفاقي وزير مولانا اسعد محمود دستورې ته وينا

image

كوئټه 23 اپريل (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير مولانا اسعد محمود وئيلي دي د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل د بلوچستان سياسي ګوندونو په وزيراعظم محمد شهباز شريف د باور څرګندونه كړي او وزيراعظم هم د بلوچستان لپاره د وسائلو ساتلو باور راكړے٬ په دې د وزيراعظم مننه كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خضدار كچلاك قامي سترې لارې سيكشن ون او ټو د بنياد تيګې اېښودلو دستورې ته وينا كښې وكړه۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف په دې دستوره كښې خاص ميلمه ؤ۔ مولانا اسعد محمود ووئيل د بلوچستان د دې مهم نوعيت منصوبې د ببنياد تيګه اېښودل د وزيراعظم شهباز شريف په برخه شوې او دا زمونږ لپاره د وياړ خبره ده چې نن ټول سياسي ګوندونه د آئين او پارليمان سرلوړۍ لپاره متفق او يو موټے دي او په وزيراعظم محمد شهباز شريف د باور څرګندونه كوي۔ده ووئيل د بلوچستان د تعمير او پرمختګ لپاره وزيراعظم محمد شهباز شريف چې كوم كار په سر اخستے هيله لرو چې په دې دور كښې به دا مهمې پروژې ترسره شي او مونږ به د نورو هم دا ډول منصوبو د بنياد تيګه ايږدو او پرانستې به كوو چې ورسره به د بلوچستان اولس ته ګټه ورسي۔ده ووئيل د هېواد تعمير او پرمختګ لپاره زمونږ مشرانو قربانۍ وركړي، مونږ به هغه مزل مخ په وړاندې بوځو۔په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف د خضدار كچلاك قامي ستري لارې سيكشن ون او ټو د بنياد تيګه كېښودله ۔ د بلوچستان وزيراعليٰ عبدالقدوس بزنجو، وفاقي وزير مولانا اسعد محمود، صوبائي وزيران ، پارلماني غړي او د اين ايچ اے او نور اړوندو محكمو اعليٰ افسران هم موجود وؤ ۔ د كراچي۔ كوئټه۔چمن سترې لارې اوږدوالے 790 كلوميټره دے ، دا 330 كلوميټره قامي ستره لاره به د كراچۍ۔كوئټه۔چمن سترې لارې برخې په توګه خضدار۔كچلاك تعمير سره سره دوه اړخيزه كولې شي

مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں