اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي وئيلي دي چې پاكستان غېر ملكي سرمايه كار راغب كولو سره سره د قامي اقتصادي پرمختګ هدفونه مخ په وړاندې بوتللو لپاره خپل جيو اكنامك محل وقوع په ښه ډول كارولو ته پام كوي، د نېغ په نېغه خارجي سرمايه كارۍ ډاډګيرنه او سازګار كاروباري چاپېرچل وركولو په لړ كښې جامع فرېم ورك وركولول لپاره اقتصدي پاليسي ترتيب كړې شوې ده۔ صدر مملکت دا خبرې د امريکن بزنس فورم صدر وسيم انور په مشرۍ كښې پلاوي سره وكړې چا چې د ګل په ورځ په ايوان صدر كښې دوي سره ملاقات كړې۔ پلاوي سره په خبرو كښې صدر ووئيل پاکستان د سرمايه كارۍ يو آزادانه نظام معرفي كوي او غېر ملكي سرمايه كار راغب كولو لپاره په كاروبار كښې لا آسانۍ پېدا كوي۔ ده ووئيل د امريكې سوداګرو له د پاكستان د معيشت په بېلا بېلو څانګو كښې سرمايه كارۍ لپاره د سرمايه كار دوست پاليسو څخه ګټه پورته كولو ته اړتيا ده۔ صدر مملکت د پلاوي په غړو زور رواړو چې د مېرمنې او خاص كسان په مالي توګه اختيار مند جوړولو لپاره د دوي پوهې ته وده وركولول لپاره كار وكړي او هغوي ته پاكستان كښې خپلو اړوند فرمونو كښې نوكرۍ وركړي۔ په دې موقع پلاوي بريفنګ وركړو چې د دې كليدي مقصد د امريكنو كمپنو كاروبار كښې پراختيا او نېغ په نېغه سرمايه كاري زياتولو لپاره پلېټ فارم وركول دي۔ فورم په تجارت او د سرمايه كارۍ په وده كښې كليدي كردار لوبوي كوم چې د پاكستان اقتصادي پرمختګ لپاره ډېر ضرورې دې۔ په دې موقع پلاوي په هېواد كښې كاروبار كښې آسانۍ لا ښه كولو لپاره بېلا بېلا وړاندېزونه وركړل۔ پلاوي صدر مملکت د خپلو مسئلو نه خبر كړو او صدر دوي ته د سهولتونو وركولو او د دوي د مسئلو حل كولو په اړه د مرستې كولو باور وركړو