وزيراعظم عمران خان د اپوزېشن سياست ختم كړی٬اپوزېشن د خپل سياست بچ كولو لپاره د عمران خان په ضد يو شوي۔د پارليماني چارو وزير مملكت علي محمد خان

image

اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) د پارليماني چارو وزير مملكت علي محمد خان وئېلي دي چې وزيراعظم عمران خان د پاكستان مسلم ليګ(ن)او پاكستان پيپلز ګوند پشمول د نورو اپوزېشن ګوندونو سياست ختم كړې٬ اپوزېشن د خپل سياست بچ كولو لپاره د عمران خان په ضد يو شوي٬اپوزېشن سره د موجوده حكومت ختمولو لپاره نه په ايوان كښې او نه د اولسي طاقت لري٬حكومت به غېر د څه خنډ نه خپله آئيني موده پوره كوي۔د ګل په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د وزيراعظم عمران په مشرۍ كښې د حكومت د پوهې پالېسو په سبب د هېواد معيشت قوي كېږي او د هېواد په ټولو څانګو كښې معاشي اشاريې مثبت په نظر راځي٬برآمدات٬ترسيلات زر او زرمبادلې په ذخيرو كښې اضافه كېږي او د كركيلې څانګه او صنعتونه پرمختګ كوي

مضمون کا ماخذ : bolão dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں