د جمعې په خطبات كښې به مظلوم کشميري اولس سره د يوالي څرګندونه كولې شي٬ ټول مذهبي او سياسي ګوندونه به د كشمير يوالي ورځ د فرورۍ په پنځمه نېټه لمانځي۔ د حافظ محمد طاهر محمود اشرفي خبري كنفرنس ته وېنا

image
APP29-010222 ISLAMABAD: February 01- Special Representative to the Prime Minister for Religious Harmony & Meddle East and Chairman Mustahida Ulema Board Hafiz Muhammad Tahir Mahmood Ashrafi addressing a press conference at his office. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد 01 فروري (اے پي پي)د مذهبنو ترمېنځه همغږۍ لپاره د وزيراعظم خاص استازي او د پاکستان علماء کونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي د جمعې په خطبات كښې به مظلوم کشميري اولس سره د يوالي څرګندونه كولې شي٬ ټول مذهبي او سياسي ګوندونه به د كشمير يوالي ورځ د فرورۍ په پنځمه نېټه لمانځي، په كشميري ځوانانو كېدونكې جبر او ظلم ېاندس بايد نړۍ خپله خاموشي ماته كړي، پخوا د مذهبي ګوندونو پشمول ټولو سياسي ګوندونو د اسلام نامه استعمال كړې خو ولې په اقتدار كښې د راتللو نه پس ئې هر څه هېر كړي، پېښور كښې د اسلامي عالم دين او يو پادري په نخښه كولو پېښې په سختو ټكو غندنه كوٶ۔ د نهې په ورځ خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې حافظ محمد طاهر محمود اشرفي ووئيل پېښور كښې په تېرو لسو ورځو كښې دوه پېښې رامخې ته شوي چې پكښې يوه د يو مسلم عالم دين او بله پېښه د يو پادري په نخښه كولو وه ، د دې پېښو په سختو ټكو غندنه كوٶ او په دې كښې ككړ كسان به انجام ته رسولې شي۔ ده ووئيل د جمعې په خطبات كښې به مظلوم کشميري اولس سره د يوالي څرګندونه كولې شي٬ ټول مذهبي او سياسي ګوندونه به د كشمير يوالي ورځ د فرورۍ په پنځمه نېټه لمانځي٬ د فرورۍ په پنځمه نيټه به يوالي څرګندونې لپاره لاريون ويستلے شي، ده ووئېل کشمير زمونږ متفقه مسئله ده ٬ دې لپاره به په هر فورم غږ پورته كولې شي۔ ده ووئيل وزيراعظم د او آئي سي د خارجه وزيرانو په كفنرنس كښې هم د كشمير او فلسطين مسئلې پورته كړې شوي ، د تېرو لسو ورځو راهسې د كشميري ځوانانو قتل عام روان دے٬ په دې به نړۍ له خپله خاموشي ماتول وي۔ ده ووئيل هغه ورځ نزدې ده چې كشمير او فلسطين به آزاد شي

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا اکومولڈا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں