اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د كوټ لكهپت زندان لاهور دوره وكړه او په ټول پاكستان كښې د بنديانو په سزا كښې ئې د دوه مياشتو د كمي او د كورنيو چارو وزير رانا ثناالله په مشرې كښې په زندانونو كښې د بنديانو د اسانيو او د مجموعي نظام بهترې لپاره د جامع حكمت عملې مرتب كولو لپاره ئې د كمېټې جوړولو اعلان كړے. د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د اتوار په ورځ د لاهور دورې په مهال د كوټ لكهپت زندان دوره وكړه او د بنديانو په سزا كښې ئې د دوه مياشتو د كمي اعلان وكړو. وزيراعظم جېل اصلاحاتو لپاره د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناالله په مشرې كښې د كمېټې جوړولو اعلان هم وكړو. په كمېټې كښې به د څلورو واړو صوبو نمائندګي وي. په دې موقع وزيراعظم په خپلو خبرو كښې ووئيل چې كوم بنديان خپله سزا پوره كړي، هغوي د ټولنې په فعاله وګړو جوړولو كښې مرسته كول د حكومت په فرائضو كښې شامل دي. وزيراعظم د بنديانو د خوراك څښاك او د روغتيا د اسانيو لا ښه كولو هدايت وكړو.