صدر ډاكټر عارف علوي سره د سعودي عرب د كورنيو چارو وزير شهزاده عبدالعزيز بن سعود بن نائف بن عبدالعزيز آل سعود وليدل

image
APP48-070222 ISLAMABAD: February 07 - Interior Minister of the Kingdom of Saudi Arabia, Prince Abdulaziz bin Saud bin Naif bin Abdulaziz Al Saud called on President Dr. Arif Alvi at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي سره د سعودي عرب د كورنيو چارو وزير شهزاده عبدالعزيز بن سعود بن نائف بن عبدالعزيز آل سعود د ګل په ورځ په ايوان صدر كښې ملاقات كړے۔ د ملاقات په مهال د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه د شريكې خوښې په چارو او په بيلو څانګو كښې په مرسته زياتولو د عزم پخلے شوے۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ له مخې صدر د سعودي د كورنيو چارو وزير هركلي كولو سره ووئيل دواړه هېوادونه خپلو كښې د ورورولي اړيكې لري د كومو لا قوي كولو ته چې اړتيا ده۔ سعودي عرب كښې د پاكستانو بنديوانو راخوشي كولو په اړه ده هيله څرګنده كړه چې د سعودي حكومت به خپلې سزاګانې پوره كوونكو بنديوانو راخوشې كولو له په مثبت انداز غور وكړي ۔ ده د دې خبرې اهميت رامخې ته كړو چې دواړه هېوادونو په افغانستان كښې په صورتحال د خپلو تحفظاتو څرګندونه كړې او په نړيواله ورورولۍ ئې زور راوړے چې افغانان د انساني تباهۍ څخه ساتلو لپاره د ضرورت ترمخه د هغوې مرسته وكړي۔ په دې موقع صدر شاه سلمان بن عبدالعزيز آل سعود او ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز آل سعود لپاره د خپل اړخه د نيكو هيلو پيغام وركړو۔د سعودي د كورنيو چارو وزير ووئيل دواړه هېوادونه د ټيكنيكل ډلو د اړخه د پاكستانو بنديوانو د چارو حل كولو له مرستې لپاره اقدامات كوي۔ده په پاكستان كښې د خپلې دورې په مهال په تود هركلي كولو او ميلمستياﺀ د پاكستان حكومت مننه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں