د افغانستان له لوري په كرم ضلع كښې په پاكستاني عسكرو ډزې٬ پنځه ځوانان شهيدان

image

اسلام آباد 06 فروري (اے پي پي) د نړيوالې پولې پورې اړخ ته د افغانستان خاورې څخه ترهګرو په كرم ضلع كښې د پاكستان په عسكرو د ډزو كولو په نتيجه كښې پنځه ځوانان شهيدان شوي۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د پاك پوځ ځوانانو په پوځي پوسته د ترهګرو د ډزو موثره ځواب وركړې او ترهګرو ته ئې لوي زيان رسولې۔ د آئي اېس پي آر له مخې افغانستان كښې د پاك پوځ د ډوزو په نتيجه كښې ترهګرو ته لويې ځاني زيان رسېدلې دې او د ډزو په تبادله كښې 34 كلن لانس نائيك عجب نور، 22 كلن عسكر ضياء الله خان ، 23 كلن عسكر ناهيد اقبال، 18 كلن عسكر سمير الله خان او 27 كلن عسكر ساجد علي شهيدان شوي۔ پاکستان د ترهګرو لخوا د پاكستان په ضد كاروائيو لپاره د افغان خاورې د استعمال سخته غندنه كړې ده او هيله يۍ څرګنده كړې ده چې لنډمهاله افغان حكومت به په سباٶن كښې د پاکستان په ضد د دا ډول هڅو اجازه ورنه كړي٬ پاك پوځ د ترهګرۍ لعنت په ضد د پاكستان د پولو د دفاع عزم لري او زمونږ د ځوانانو دا ډول قربانۍ زمونږ عزم ته لا وده وركوي

مضمون کا ماخذ : اسلام آباد لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں