سټېټ بېنك (بدلون) بل منظور شوې خو په اړه ئې سياسي ګنګوسۍ لا هغسې روانې دي٬ د حكومتي ډلې مشر ډاكټر شهزاد وسيم

image

اسلام آباد۔1فروری(اے پی پی) په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر ډاكټر شهزاد وسيم وئيلي دي چې سټېټ بېنك (بدلون) بل منظور شوې خو د دې په اړه سياسي ګنګوسۍ لا هغسې روانې دي۔ د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د سېنېټر تاج د اعتراض په نكته هغه ووئيل سټېټ بېنک آرډیننس كښې دې نه وړاندې هم بدلونونه شوي دي٬ په كال 1994ء، 1997ء، 2013 ءاو كال 2015ء كښې هم بدلونونه شوي۔ په كال2012ء كښې د پيپلز ګوند حكومت آئي اېم اېف ته رجوع وكړه او په كال 2013ء كښې بدلونونه وكړې شول۔ هغه ووئيل كوم هم حكومت يا اداره د رياست په ضد پرېكړه كولې نه شي۔ هغه ووئيل د اپوزيشن ټول پام ډیل یا ډھیل پلو پاتې شوې ٬ دوئي حكومت په څه وزن لمينځه وړل غواړي لېكن دوئي سره نه خو كوم متبادل پروګرام شته او نه به وي۔ هغه ووئيل د بل د منظورۍ په معامله اپوزيشن لارښود خپله د يو بل په ضد بيانونه وركوي ، د استعفو سياست اوس ختم شوے دے٬ څوك چې استعفی وركوي هغه استعفی وركړي او ځي٬ اولس څوك بې وقوفه جوړولې نه شي۔ هغه ووئيل د اېم كيو اېم سېنېټر او وفاقي وزير فروغ نسيم د بل د منظورۍ په وخت په ايوان كښې موجود و خو په كراچۍ كښې چې كوم تشدد په سياسي كارمندانو وكړې شو د دې د لاسه د اېم كيو اېم دوه غړي كراچۍ نه دلته راغلې نه وو٬ هغه ووئيل زمونږ اتحاديان مونږ سره دي۔

مضمون کا ماخذ : پریمیوس لوٹومینیا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں