اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د پاكستان د كېډني و ليور انسټيټيوټ ﴿پي كے اېل آئي﴾ دوره وكړه. د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا د اتوار په ورځ په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې وزيراعظم شهباز شريف د پي كے اېل آئي د سپېشل ټريټمنټ يونټ دوره وكړه. وزيراعظم ته د دلته د علاج د اسانيو په اړه بريفنګ وركړے شو. وزيراعظم په دې موقع د پي كے اېل آئي چارواكو ته خاص هدايت وكړو چې هغوي دې رنځورانو ته ټولې اسانيې په موثر ډول ورسوي.