امريكا او پاكستان پخوانې شركت لري، دواړه ډلې د خپلو اړيكو لا قوي كولو پوخ عزم لري. د امريكې د كانګرېس مسلمانې غړې الهان عمر مركه

image

لاهور 24 اپرېل (اے پي پي) د امريكې د كانګرېس مسلمانې غړې الهان عمر وئيلي دي چې امريكا او پاكستان پخوانې شركت لري، دواړه ډلې د خپلو اړيكو لا قوي كولو پوخ عزم لري، د پاكستان په اړه مو منفي قيصې اورېدلې وې خو دا سفر مې ډېر ښه و، په پاكستان كښې مكمل مذهبي آزادي ده، تل مو د كشمير او فلسطين مسلمانانو لپاره غږ پورته كړے، د لاهور خلق ډېر مېلمه پاله دي، زه او زما خاوند د پاكستان خوراكونه ډېر خوښوو، د موسمياتي چېلنجونو مخ نيوي لپاره په نړيواله كچه هڅو ته ضرورت دے. په خپله يوه مركه كښې الهان عمر ووئيل چې د پاكستانيانو لخوا په مېلمستيا د پاكستاني قوم او سياسي مشرانو مننه كوم كومو چې خپل سياسي اختلاف يو خوا ته كولو سره زما تود هركلې وكړو. هغې ووئيل چې په دې مېلمستيا ، تود هركلي، سخاوت د پاكستاني حكومت او اولس مننه كوم. هغې ووئيل چې د وړومبې لنډې دورې په مهال هغې سره د كورنۍ د غړې په حېث سلوك شوے. هغې ووئيل چې امريكا او پاكستان پخوانې شركت لري، دواړه ډلې د خپلو اړيكو لا قوي كولو پوخ عزم لري، د پاكستان په اړه مو منفي قيصې اورېدلې وې خو دا سفر مې ډېر ښه و، په پاكستان كښې مكمل مذهبي آزادي ده، تل مو د كشمير او فلسطين مسلمانانو لپاره غږ پورته كړے او بيا به ئې هم پورته كوم.

مضمون کا ماخذ : را کی کتاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں