وزيراعظم عمران خان د چين قيادت په خاص بلنه د اعليٰ سطحي پلاوي سره په څلور ورځنۍ سركاري دوره بېجنګ ته ورسېد

image

بيجنګ 03 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د چين قيادت په خاص بلنه د اعليٰ سطحي پلاوي سره په څلور ورځنۍ سركاري دوره د زيارت په ورځ بېجنګ ته رسېدلے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د معاون خارمه وزير ووجيانګ هائو، د چين سفير وو جائي او په چين كښې د پاکستان سفير معين الحق په هوائي مېدان د وزيراعظم عمران خان هركلے كړے۔ وزيراعظم د بيجنګ سرمائي اولمپکس 2022 پرانستې دستوره كښې د ګډون نه علاوه به د چين صدر شي جن پنګ او وزيراعظم لي کي چيانګ سره په دوه اړخيزه چارو ملاقاتونه كوي۔ په دې ملاقاتونو كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه په خاص توګه د سي پېك فرېم ورك له مخې تجارتي او اقتصادي مرستې ته د ودې وركولو په چارو د خيالاتو څړګندونې سره سره په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو خبرې اترې كېږي۔ په دې موقع به وزيراعظم د چين نوموړو كارباري مشرانو٬ تھنك ټينکس، دانشورو او د ميډيا نمائندګانو سره آن لائن ملاقاتونو نه علاوه په مهمو دوه اړخيزه ملاقاتونو كښې هم ګډون كوي

مضمون کا ماخذ : ہرکیولس اور پیگاسس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں