اسلام آباد 01 فروري (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند د سردار مسعود خان امريكا كښې د پاكستان سفير په حېث د تعيناتۍ سپيناوے كولو سره وئيلي دي د سردار مسعود خان امريكا كښې د پاكستان سفير نامزدګۍ معامله د امريكائي انتظاميې سره مخ په وړاندې روانه ده ٬ په دې لړ كښې د هندۍ ميډيا رپورټس د پاكستان بدنامولو د هندي كمپائن برخه ده۔ د نهې په ورځ د پاكستان حکومت لخوا سردار مسعود خان په امريکا كښې د پاکستان سفير تعيناتۍ په پرېكړه د هندي ميديا رپورټس پحقله د يوې پوښتنې په ځواب د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار احمد ووئيل د هندي ميډيا رپورټس٬ جعلي خبرونه ٬ په سكېنډلز اډانه ادعاګانې او بې بنسټه تورونه د پاکستان او د پاکستان نمائندګي كوٶنكو د بدنامولو د هندي كمپائن برخه ده۔ وياند ووئيل سفير مسعود خان ډېر يو صلاحيت لرونكے سفارتكار دے ھغه د ګڼ اړخَيزه او دوه اړخيزه سفاتكارۍ د څلوېښتو كالو تجربه لري