د ملګرو ملتونو امن كمېشن دې د نه هوارېدونكو شخړو بنيادي سببونو حل كولو له خپل كردار ترسره كړي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې منېر اكرم

image

ملګري ملتونه 2 فروری(اے پی پی) پاكستان د شخړو د لاسه ځپلې شويو هېوادونو كښې د ملګرو ملتونو په امن كمېشن (پی بی سی) زور راوړې دې چې هغه دې د نه هوارېدونكو شخړو او تاؤ تريخوالي بنيادي سببونو حل كولو له خپل بشپړه كردار ترسره كړي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي مندوب منېر اكرم د كمېشن 6 م سېشن ته خپل خطاب كښې ووئيل چې د شخړو بنيادي سببونو لكه بې وزلۍ ٬ عدم مساوات ٬ ماحولياتي وروستوالي او د نورو نه هوارېدونكو شخړو حل كولو ته بايد ترجيح وركړې شي۔ هغه ووئيل دا ټول عوامل د قومونو ترمينځه د جهګړو پېدا كېدو بنيادي سببونه دي ځكه كمېشن د دې حل كولو له مرسته كولو كښې خپل بشپړه كردار ترسره كولې شي۔ هغه په دې موقعه خپلې بنګله دېشي همڅنګې رباب فاطمه ته د كمېشن چيئرپرسن په ټاكل كېدو مباركي هم وركړه كومه چې د كال 2005 نه وروستو دا منصب ترلاسه كوؤنكې اولنۍ مېرمن ده۔ پاکستانی استازي منېر اكرم ووئيل كمېشن د خپلو رابطو او خپلو وعدو جغرافيائي دائره كار پراخا كړې دې۔ هغه ووئيل كمېشن له به د ملګرو ملتونو ادارو ٬ نجي څانګې او پيس بلډنګ فنډ سره خپل بشپړه كردار ترسره كول او روانه مرسته د اوږدې مودې په لوظونو كښې بدلول وي۔

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں