اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير مريم اورنګزېب وئيلي دي چې وزيراعظم شهباز شريف د كوټ لكهپت جېل لاهور دوره كړې ده او د ټول پاكستان د بنديانو په سزا كښې ئې د دوه مياشتو د كمي اعلان كړے. د اتوار په ورځ وفاقي وزيرې په خپل يو ټويټ كښې ووئيل چې وزيراعظم د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثنا الله په مشرې كښې د يوې كمېټې جوړولو اعلان كړے كومه به چې په زندانونو كښې د بنديانو اسانيې او د مجموعي نظام بهترې لپاره جامع حكمت عملي جوړوي. په دې كمېټې كښې به د څلورو واړو صوبو نمائندګي وي. په خپل يو بل ټويټ كښې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير مريم اورنګزېب ووئيل چې وزيراعظم شهباز شريف په جوهر ټاٶن كښې د رمضان بازار ناڅاپي دوره كړې او اولس لپاره ئې په روژه كښې د خوراك څښاك څيزونه په ارزانه بېعه د وركولو خاص هدايت كړے.