اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي مسلمانان د غريبۍ٬بې روزګارۍ ختمولو٬شريك تجارت او سرمايه كارۍ لپاره په ګډه كار كولو ته اړتيا لري ٬د اسلامي مرستې تنظيم لا فعالولو او قوي كولو ته ضرورت دے ځكه چې فلسطين او د كشمير مسلمانان د ظلم څخه خلاصولو لپاره د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په قراردادونو عمل٬افغانستان كښې د بشري بحران مخ نيوي لپاره كردار ترسره كول او د هغوي لپاره په هره كچه غږ پورته كولو ته اړتيا ده۔وزيراعظم شهباز شريف د دې خيالاتو څرګندونه تېره ورځ په پاكستان كښې د اسلامي هېوادونو سفيرانو په اعزاز كښې د خپل اړخه وركړې د روژه ماتې مېلمتسياﺀ ته وېنا كښې وكړه۔د مېلمنو هركلي كولو سره ده ووئيل د روژې مباركې مياشت د رحمتونو او بركتونو مياشت ده٬وزيراعظم د اسلامي هېوادونو سيفرانو له د روژې مباركې وركولو سره هيله څرګنده كړه چې دا د يو والي مياشت ده او مونږ ټول دلته د يو والي پېغام وركوو۔په دې مياشت په مونږ ټولو د لوي څښتن رحمتونه او بركتونه نازل شوي۔ده د اتحادي ګوندونو او د خپل اړخه باور وركړو چې د ټولو اسلامي هېوادونو سره به د يو والي٬ورورولۍ او شريك احترام لپاره هڅې كولې شي۔وزيراعظم ووئيل كه د سياست مېدان وي٬تجارت يا سرمايه كاري وي خو شريكو خبرو اترو٬د مسلمانانو اتحاد او سوچ ته چې څومره نن حاجت دے دومره وړاندې نه ؤ ٬ ده ووئېل د پاكستان خادم په حېث دا پېغام وركول غواړم چې مونږ له به د مسلمانانو لپاره په ګډه هلې ځلې كول وي۔د ورورولۍ ودې٬اختلافات ختمولو او اجتماعي هڅو سره به د غريبۍ او بې روزګارۍ ختمولو لپاره اقدامات كول وي۔ده ووئيل اسلامي نړۍ په زړه پورې قدرتي وسائل لري او يو وژنري قيادت هم لري۔د دې حقيقت څخه انكار نشي كېدے چې د اسلامي هېوادونو مسئلو حل كولو لپاره عملي اقداماتو ته اړتيا ده۔وزيراعظم ووئيل دا د قرآن پاك پېغام دے او د نبي كريم صلې الله عليه وسلم ښه اخلاق هم دا پېغام وركوي چې مونږ ټولو له به په يو والي د مسلمانانو لپاره كار كول وي۔زمات په دې پیغام ايمان دے او په دې عمل كولو سره به مونږ له د غريبۍ او بې روزګارۍ ختمولو لپاره عزم كول وي۔ده ووئيل دا د اسلامي نړۍ د احترام يوه لنډه لاره ده۔وزيراعظم ووئيل فلسطين په اور كښې سوځي٬د اسرائيل عسكرو د اړخه په فلسطين كښې دا وخت يو بربريت روان دے۔او دا د څو لسيزو راهسې روان دے٬داسې وړاندې چرې نه وو شوي ٬ ده ووئېل موڼږ د فلسطينيانو لپاره لاس په دعا يو٬د انصاف نه بغېر په نړۍ كښې امن نشي راتللے ٬دغسې مقبوضه كشمير كښې هم د هندي عسكرو د لاسه په كشميريانو ظلم روان دے۔سلامتي كونسل په قراردادنو په كوم چې جواهر لعل نهرو سلامتي كونسل كښې كوم لوظ كړے ؤ چې كشميريانو له به د خپلواكۍ حق وركولې شي٬په هغې عمل نه كېږي٬د دغې قراردادنو احترام نه كېږي۔ده ووئيل كه مونږ يو موټے نه شوو او د خپلو هېوادونو څخه مو غريبي ختمه نه كړه دغسې مو خپل وګړي خپلواكه نه كړل نو خپل اهداف سر كولو كښې به چرې هم بريالې نه شوو ۔وزيراعظم ووئيل مونږ له اسلامي مرستې تنظيم لا خپلواكه كولو او قوي كولو ته اړتيا ده٬په اوسنو كښې په پاكستان كښې د اسلامي مرستې تنظيم د خارجه وزيرانو كنفرنس شوے چې پكښې ټول قام د مېلمنو بلكې د خپلو وروڼو هركلے كړے۔ده ووئيل وخت راغلے چې مونږ د يو والي څخه كار واخلو۔د وزيراعظم شهباز شريف د اسلامي هېوادنو د سفيرانو هركلي كولو سره هليه څرګنده كړه چې دوي په مشرۍ كښې به په ګډه كار كوو