د چين صدر سره د وزيراعظم په ملاقات كښې به د معيشت په اړه خبرې كېږي۔ شوکت ترين

image

بيجنګ 05 فروري (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير شوکت ترين وئيلي دي چې د چين دوره ډېره كاميابۍ سره روانه ده٬ د چين صدر سره د وزيراعظم په ملاقات كښې به د معيشت په اړه خبرې كېږي چې ورسره به مونږ ته ډېره ګټه وشي او زمونږ معيشت كښې به بهتري راشي۔ د خالي په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې د وزيراعظم د چين دورې پحقله شوکت ترين ووئيل نن او سبا به د چين صدر او وزيراعظم سره ملاقات كوٶ۔ شوکت ترين ووئيل آئي اېم اېف سره چې د كله نه پروګرام پېل شوې دې د ھغې وخت نه د پاكستان روپۍ مضبوطېدل پېل شوې دي۔ هغه ووئيل د پاكستان روپۍ به لا ښه شي او مونږ د خپلې روپۍ په قوي كېدو باور لرو

مضمون کا ماخذ : گونزو کی تلاش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں