اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاکستان او چين د سي پېك د دوېم پړاٶ منصوبو زر بشپړولو له عزم لري٬ وزيراعظم عمران خان به د صدر پيوټن په بلنه په روانه مياشت كښې ماسكو ته هم ځي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم عمران خان د چين دورې او د دغې د ثمرات پحقله خپل بيان كښې خارجه وزير ووئيل د دورې په پائې كښې جاري شوې شريكه اعلاميه د چين دورې د كاميابۍ ثبوت دے، په مجموعي توګه دا يوه ډېره ګټوره او په وخت دوره وه٬ وزيراعظم عمران خان د چين دورې په مهال د چين صدر شي جن پنګ سره ملاقات ډېر د جامع نوعيت ٶ٬ شاه محمود قرېشي ووئيل چين پوهېږي چې په دې منطقه كښې څوك د دوي دوست او پاكستان ته هم معلومه ده چې په سخت وخت كښې څوك زمونږ ملګرتيا كوي، وزير اعظم عمران خان د چين لوي سركاري او د نجي كمپنو مشرانو سره ملاقات كړے٬ تھنك ټېنکس سره ملاقاتونه شوي٬ خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل د افغانستان پحقله چين سره زمونږ مشاورت شوے او كېږي به ٬ پرېكړه شوې چې د مارچ په پائې كښې به د افغانستان د نزدې ګاٶنډيانو هېوادونو غونډه په بيجنګ كښې رابللې شي چې پكښې به د افغان د لنډ مهاله حكومت خارجه وزير هم بللے شي، هلته به په ګډه راتلونكې لائحه جوړولې شي ۔ ده ووئيل اسپائيلرز د سي پېك مخَ په وړاندې تګ نشي ليدلے د امن دښمن قوتونو په سي پېك منصوبه كښې كار كوٶنكي انجينئرز په نخښه كړي دغسې چې ېره راپېدا كړي ٬ وړاندې هم خنډان رامخې ته شوي وو خو مونږ ئې مقابله كړې٬ دا اسپائيلرز به په خپلو سازشونو كښې نه كاميابېږي۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل ما د خارجه وزير په حېث د هند عزائم بې نقابه كولو لپاره په كوټلو شواهدو آډانه “ډوزئير” ملګرو ملتونو او د سلامتي کونسل پشمول نړيوالې ورورولۍ ته وړاندې كړے٬ نړيوالې ورورولۍ له په منطقه كښې امن او استحكام لپاره په ډوزئير كښې موجود ناقابل ترديد شواهدو تر مخه د هند ناوړه عزائمو نوټس اخستل پكار دي ۔ده ووئيل د بي جے پي سركار منفي پاليسۍ خپله د هند په ګټه هم نه دي، د هند يوه لويه طبقه د بي جے پي د سوچ برعكس سوچ لري، ھغوي دا ګڼي چې د بي جے پي سركار هغوي بندې كوڅې ته رسولي۔ ده ووېيل راهول ګاندھي د لوك سبھا په ايوان كښې وائي چې د هند سركار د ناقص تګلارې له امله پاكستان او چين د وړاندې نه زيات يو بل ته نزدې شوي۔ ده ووئيل روسيه سره زمونږ اړيكې پرله پسې زياتېږي٬ د روسيه خارجه وزير پاكستان ته راغلے او ھغوي سره په دوه اړخيزه اړيكو او د منطقې په صورتحال تفصيلي خبرې شوې او د ھغوي په بلنه ما د روسيه دوره كړې٬ اوس د روسيه صدر پيوټن وزيراعظم عمران خان ته د دورې كولو بلنه وركړې او وزيراعظم عمران خان به روانه مياشت كښې ماسكو ته ځي۔ ده ووئيل زه دا ګڼم چې روسيه سره زمونږ اړيكې په زړه پورې ډول بدلون راروان دے