لاهور 03 فروري (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي ورچوئل پوهنتون ډيجيټل پاكستان جوړولو كښې مهم كردار ترسره كوي٬بايد مونږ آئي ټي او د آرټيفيشل انټيليجنس بنيادي تعليم ته پام لرنه وكړو٬ځوانانو له سائبر سېكورټي ټريننګ وركول د وخت حاجت دے٬سائبر سېكورټي په سباؤن كښې مهمه ده او دې سره پيوست ټولې څانګې زيات پوټينشل لري٬وخت چې څومره هم په تندۍ سره بدلېږي٬مونږ له به هغې سره تلل وي او سباؤن لپاره به ځان چمتو كول وي۔دا مهال 9 فيصده زده كوونكي په ګريجوېشن كښې داخله اخلي٬دا ډېره كمه شرح ده٬دې شرحې زياتولو له به اقدامات كول وي۔ده د زيارت په ورځ ورچوئل پوهنتون او په هغې كښې د اېل اېم اېس منيجمنټ٬آئي سي ټي انفراسټركچر او پروډكشن هاؤس لپاره د جديدو آسانيو وركولو نه پس د فيكلټي غړو او زده كوونكو ته خطاب كولو۔د ورچوئل پوهنتون ريكټر پروفيسر ډاكټر سليم بهټي هم په دې موقع موجود ؤ ۔د ورچوئل پوهنتون ريكټر صدر مملكت له تفصيلي بريفنګ وركړو۔صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل نوي پاكستان كښې د ورچوئل پوهنتون په طرز تعليمي سسټم ليدل غواړو۔په يو كال كښې يوازې 27 زره آئي ټي ګريجوېټ پېدا كېږي دغسې په هند كښې 8 لكه ګريجوېټ پېدا كېږي٬ ده ووئېل مونږ ګڼ شمېر ځوانان لرو د كومو چې دې پلو راوستلو ته اړتيا ده۔صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل دا وفاقي تعليمي اداره د پاكستان لرې پرتو سيمو كښې معياري تعليم وركولو لپاره جوړه شوې وه٬اوس ډيجيټل پاكستان له عملي شكل وركولو كښې كردار ترسره كوي۔دا خبره دې ياده وي چې د كووېډ 19 په مهال كله چې د پاكستان ټول پوهنتونونه ستونزو سره مخ شوي وو نو ورچوئل پوهنتون غېر د كوم خڼد نه خپل تعليمي نظام روان ساتلے ۔د دې څخه وړاندې صدر ته په بريفنګ كښې ووئيل شول ورچوئل پوهنتون دا وخت د پاكستان 120 څخه زياتو ښارونو كښې شته او په دې كښې 1 لك 25 زره څخه زيات فعاله زده كوونكي موجود دي او د نړۍ د 62 هېوادونو څخه 1860 غېر ملكي هم شته ۔د دې څخه وړاندې صدر د پوهنتون د ټي وي نېټ ورك او ډېټا سنټر پشمول د بېلو څانګو دوره وكړه۔