اسلام آباد 27 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي د پنجاب نوے ټاكلے شوے وزيراعلې حمزه شهباز او د مسلم ليګ ﴿ن﴾ نائب صدره مريم نواز به ﴿نن﴾ د شورو په ورځ د روژه ماتې نه پس د ګوند كاركنانو سره ملاقات لپاره كهركهر پېلس ته ځي. د شورو په ورځ په خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل دواړه مشران به په اېن اے 135 او اېن اے 136م كښې د ګوند كاركنانو سره ملاقاتونه كوي