اسلام آباد 27 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي عمران خان د سازش كاغذ ځكه ښائي چې د هغه د څلور كلنې كاركردګۍ پاڼه خالي ده٬د پاكستان اولس د هېواد د سياست څخه عمران خان بليك آؤټ كړے ۔د پاكستان په تاريخ كښې به چرې هم د هغه نامه اغستونكې نه وي٬د عمران خان د دروغو سياست اوس نه چلېږي٬عمران خان د شبهاز شريف د خذمت جذبې څخه يرېږي٬حكومت بدل شوے خو د عمران خان كيسټ نه دے بدل شوے ٬چيف الېكشن كمشنر څڅه استعفٰی غوښتونكې د پرمختګ شرح منفي ته راوستونكو بايد پخپله استعفي وركړې وه ٬د تېر حكومت د نااهلۍ په وجه د برېښنا كارخانې بندې وې د كومو د مرمت كار چې روان دے٬وزيراعظم د لوډ شډنګ نه كولو سپارښتنه كړې٬وزيراعظم د نېشنل ايكشن پلان جاج اخستو سپارښتنه هم كړې۔پخواني حكومت په خبريالانو تشدد كړے ٬د شورو په ورځ د وفاقي كابينې غونډې نه پس مېډيا ته بريفنګ وركولو سره د اطلاعات وزيرې ووئيل د وزيراعظم په مشرۍ كښې د كابينې غونډه كښې د كراچۍ پېښې غندنه شوې۔كابينې د امنيت د صورتحال بيا جاج اخستو پريكړه كړې٬دې ووئيل په بېلو پروژو كار كوونكو چينائي وګړو د امنيت به بيا د سره جاج اخستلے شي۔چينائي وګړو له به كوټلے امنيت وركولے شي۔وفاقي وزيرې ووئيل د كورنيو چارو وزارت په بريفنګ كښې د امن صورتحال په بېلو اړخونو غور شوے ۔د اطلاعات وزيرې ووئيل د نېشنل ايكشن پلان بيا جاج اخستو لپاره وزيراعظم سپارښتنه كړې۔د كراچۍ پېښې پلټنې پېل شوي۔د چين سفارتخانې له هم باور وركړے شوے چې ډېر زر به پلټنې مكمل شي۔دې ووئيل وفاقي كابينه كښې د سول سرونټس ډائرېكټري سروس رولز 22 جاج اخستلے شوے۔د دې سروس رولز جوړولو مقصد يوازې په افسرانو فشار اچول وو۔كابينې پريكړه كړې داسې ټول سروس رولز كوم چې پخواني دور كښې د خاص مقصد لپاره جوړ شوي وو٬د هغې به جاج اخستلے شي۔دې ووئيل په سروسز رولز د كابينې كمېټي جوړه كړې شوې چې پكښې وفاقي وزيران اعظم نذير تارړ٬شيري رحمان او خواجه سعد رفيق شامل دي٬كمېټي به په دوه اوونيو كښې خپل رپورټ وړاندې كوي۔دې ووئيل كابينې د اي او بي آئي چيئرمېن شكرين منګريجو خذمات اسټېبلمشنټ ډويژن ته د سپارلو منظوري وركړې۔ دغسې كابينې عاصم احمد د اېف بي آر چيئرمېن غوره كولو منظوري هم وركړې۔دې ووئيل په تېرو څلورو كلونو كښې د ترهه ګرۍ پیښې زياتې شوي۔وزيراعظم د كورنيو چارو وزارت ته سپارښتنه كړې چې د نېشنل ايكشن پلان د ټولو صوبو سره په ګډه جاج واخلي او په نېشنل ايكشن پلان كښې ټول سټيك هولډرز سره د نېكټا د لارې كوټلي پلان مرتب كړئ ۔مريم اورنګزېب ووئيل شهباز شريف ته د پاور ډويژن او د پېټړوليم ډويژن د اړخه بريفنګ وركړے شوے۔دې ووئيل كله چې مونږ حكومت سنبهال كړو نو هغه وخت د برېښنا 27 كارخانې بندې وې٬ د 5500 مېګاواټ برېښنا ترسيل نه ؤ ٬په مجموعي توګه 11 زره مېګاواټ برېښنا د پاكستان اولس ته نه رسېده٬ دې ووئېل په دوه اوونيو كښې دننه د بندو كارخانو مرمت شوے او هغه بحال شوي۔دا مهال يوازې 7 يونټس پاتې شوي د كومو د مرمت سپارښتنه چې شوې۔ دې ووئېل وزيراعظم سپارښتنه كړې چې د يكم مئي نه پس به لوډشېډنګ نه كېږي۔مريم اورنګزېب ووئيل د ډيزل ذخيره اندوزۍ په حقله سپارښتنه شوې٬انتظامي تګلارې سره د دې ختمولو ته اړتيا ده دغسې چې د پاكستان اولس ته په خاص توګه كروندګرو ته ډيزل وركړے شي۔دې ووئيل په 2014 كښې چې كوم كس په كنټينر ولاړ ؤ ٬ په 2018 كښې هغه په هېواد مسلط شو او څلور كاله په حكومت كښې ؤ ٬اوس بيا كنټينر ته ختلے خو د هغه د وېنا كيسټ نه دې بدل شوے۔د اطلاعات وزيرې ووئيل څلور كاله پس يو الزام هم ثابت نه شو٬د عدالتونو څخه بريالې شوي په چا به چې سهار او ماښام تورونه لګولے كېدل۔دې ووئيل د اطلاعات وزارت زمونږ سره دے٬مونږ هغه له يو ښه سپيچ رائيټر وركوو٬ چې كم ازكم هغه ته دا اووئي چې نن د پاكستان اولس د ګرانۍ٬بې روزګارۍ او د معاشي تباهۍ پوښتنه كوي٬د هغې په ځواب كښې تقرير وليكي ځكه چې څلور كاله هغه په اقتدار مسلط ؤ ۔مريم اورنګزېب ووئيل د نېب او اېف آئي اے ټول رېكارډ هغه سره موجود ؤ ٬د اېف آئي اے ډي جي هم وئېلي وو چې دا كيسونه نه جوړېږي نو هغه ايسټ ريكوري يونټ جوړ كړو٬شهزاد اكبر نېب او اېف آئي اے ته سپارښتنه كوله چې څوك څوك به نيسئ۔دې ووئيل د پاكستان اولس دا پوښتنه كوي چې كرپشن او مني لانډرنګ شوے نو په څلور كاله كښې ثابت ولې نه شو۔هغوي دروغ ځكه وائي چې هېڅ كاركردګي نه لري۔دې ووئيل نن هغوي په الېكشن كمشنر فشار اچوي چې هغه استعفٰی وركړي۔ خو استعفٰی هغه كسانو له پكار وه څوك چې په اقتدار ګښې وو٬چا چې 60 لكه وګړي بې روزګاره كړي او د پرمختګ شرح يې صفر ته راوستلې۔ د اطلاعات وفاقي وزيرې ووئېل چيف الېكشن كمشنر چې كله د هغه څخه د 70 لكه ډالرو حساب وغوښتلو نو هغه ووئيل چيف الېكشن كمشنر دې استعفٰی وركړي۔دې ووئيل عمران خان د شهباز شريف د كاركردګۍ او د خذمات جذبې څخه يرېږي۔دې ووئيل د پاكستان اولس نن د هغه د معاشي ترهه ګرۍ نتيجو سره مخ دے٬په هېواد كښې وړه٬چيني ٬ګاز او برېښنا د هغه د نالائقۍ په وجه ګرانه ده۔دې ووئيل مېډيا د هغه د غنډه ګردۍ منلو څخه چې انكار وكړو نود مېډيا كارمندان يې بې روزګاره كړل او مېډيا هاؤسز يې په معاشي توګه كنټرول كړل ۔كري اورنګزېب ووئيل د عمران خان د دروغو سياست وس نه چلېږي٬د پاكستان اولس د هېواد د سياست څخه عمران خان بليك آؤټ كړے۔دې ووئيل حكومت د رائے په اظهار باور لري٬نن پيمرا آزاد ده٬پيمرا نن هم د سېنېټ قائمه كمېټۍ غونډه كښې ډېټا غوښتې چې د كوم كوم چينل نشريات بند شوي۔دې ووئيل وفاقي كابينه او حكومت اولس ته آسانيو وركولو ته پام لرنه كوي٬دې ووئيل تېرو څلورو كلونو كښې په هره څانګه كښې معاشي ترهه ګري شوې۔دې ووئيل عمران خان په دهرنا كښې د فارن فنډنګ د لارې د هېواد په ضد د سازش هڅه كړې٬عمران خان په هېواد مسلط كېدو سره معاشي ترهه ګري كړې۔دې ووئيل د هېواد په ضد چې چا سازش كړے د هغه نامه عمران خان ده ۔وفاقي وزير ووئيل عمران خان د خپلو سياسي مخالفينو په ضد دروغ وئېلي ٬ په هغوي يې د دروغو تورنه لګولي كومې وعدې چې د پاكستان اولس سره شوې وې په هغې كښې يې څه نه دي كړې٬د پاكستان په تاريخ كښې د هغه نامه اخستونكې څوك نشته۔د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزيرې ووئيل په هېواد كښې سياسي عدم استحكام نشته٬حكومت خپل كار كوي٬اولس له آسانۍ وركړې كېږي٬دې ووئيل كه عمران خان په سړكونو هم وي نو بيا به هم هغه له امنيت وركولې شي۔دې ووئيل د پاكستان ګولډن جوبلي دستورې راروانې دي راځۍ چې ټول په ګډه جېشن ولمانځو ٬د ګولډن جوبلي په موقع زمونږ دا عزم دے چې پاكستان به پرمختګ كوي۔د پاكستان اولس به د بې روزګارۍ څخه خلاصولې شي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب دې ووئيل د خبريالانو د امنيت په حقله د وزيراعظم واضح هدايت دي چې په خبريالانو به تشدد ونه زغملے شي۔دې ووئيل جوائنټ ايكشن كمېټۍ كښې د خبريالانو د تنخاګانو په معامله غور شوے٬د تنخاګانو وركړعه به باوري كولې شي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب دې ووئيل په غلا به قانون خپله لاره پخله جوړوي٬مونږ په چا تور نه لګوو٬مونږ به ملزم قانون سره مخ كوو چرته چې قامي خزانې ته زيان رسېدلے وي په هغې به ځواب وركول وي۔د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل اسحاق ډار دا حق لرلو چې هغه ته پاسپورټ ترلاسه شي كوم هم قانون پاكستانې د دې شناختي دستاويز څخه محرومولې نه شي۔دلته په راتللو هم اسحاق ډار څوك منع كولې نه شي٬وفاقي وزيرې ووئيل وزيراعظم سبا سعودي عرب ته ځي٬سعودي عرب سره پخوانۍ اړيكې لرو٬د وزيراعظم د سعودي عرب دورې په حقله تفصيلات به مېډيا ته جاري كولې شي۔د وزيراعظم د سعودي دوره به كاميابه وي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب دې ووئيل په آئيني ډول د عدم اعتماد د لارې نااهل ډله د پارليمان څخه بهر ويستلې شوې۔د آئين له مخې عمران خان اعتماد نه دې ترلاسه كړے۔د پاكستان اولس هغه مسترد كړے دے