لاهور 29 اپرېل (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي په مسجد نبويۖ كښې رامخې ته شوې د افسوس وړ پېښه يو پلان ؤ ، ګستاخي کول، نعرې وهل٬ سپكاوے كول او په بې شرمۍ سره په ھغې فخر كول د لعين خلقو كار دے٬ عمران خان د ابو جهل او بال ټھاکرے سوچ لرونكے انسان دے٬ په داسې خلقو د الله پاك قهر نازلېږي٬ دوي ځان لپاره د عذاب كنده پخپله كېښنستې ده٬ مونږ د دې پېښې غندنه كوٶ٬ دا د معافۍ قابل جرم نه دے، اسلامي نړۍ به دوي هېڅكله معاف نه كړي٬ مونږ به د سبا نه د احتجاح سلسله شروع كوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په لاهور كښې د خبري كنفرنس په مهال كړې ٬ په دې موقع د اقتصاديات وزير سردار اياز صادق او خواجه عمران نذير هم موجود وٶ۔ خواجه سعد رفيق ووئېل پي ټي آئي سياسي ګوند نه دے بلكې مافيا ده٬ دا ھغه كسان دي چې د پارلمان ئې توهين كړے٬ په پي ټي وي او وزيراعظم هاٶس ئې بريد كړے۔ ده ووئيل عمران خان مونږ په خپل دور كښې په زندانونو كښې اچولې يو خو كرپشن نه دې ثابت شوے او عدالت د دې نوټس اخستے ٬ زمونږ ډاكوانو ثابتولو لپاره دوي په كروړونو روپۍ خرڅ كړي او په اصل كښې ډاكو او غل عمران خان دے ٬ ده ووئېل اوس خو د توشه خانې قېصۍ رامخې ته شوي ٬ تاسو وړاندې وړاندې ګورې چې څه كېږي